د ټرکونو کمپنو په پاکستان غږ کړی دی چې افغانستان کې د نیټو ځواکونود پاره د رسد لار دې بیا پرانځي ځکه چې ددې له امله نه یواځې حکومت ته په لویه کچه مالي زیان رسیږي بلکه د ټرکونو مالکان هم د سخت مالي تاوان سره مخامخ دي.

پاکستان افغانستان کې میشه د نیټو ځواکونو د پاره د رسد لار احتجاجً په نومبر په میاشت کې بنده کړې ده. د نومبر په ٢٦مه نیټه د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کې د پوځ په یو پوسټ باندې د نیټو هوائي جهازونو په بمبارۍ کې د ٢۴ ؤ عسکرو د وژل کیدو ورستو د خیبر تنگي تورخم او د بلوچستان چمن سرحدي لارې وتړلې.

د نیټو رسد د پاره د پاکستان د لارو بندیدو په نتیجه کې په سلگونو ټرکونه او د تیلو ټینکرې په پاکستان کې ایسارې دي. د ټرکونو مالکان وائي د پاکستان د فیصلې په نتیجه کې نه یواځې خپله د پاکستان حکومت د مالي نقصان سره مخامخ دی بلکه د ټرکونو کمپنۍ او ډرائیوران هم د زیان سره مخامخ دي.

په حقله نور تفصیل تاسو د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

نیټو د پاره د پاکستان تړل شوې لار

download iconDownload: MP3

Right click (Control click for Mac) and choose Save Link/Target As