دپاکستان دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني له لوري دعدالت دسپکاوي مقدمه کې جمع کړل شوى انټرا کورټ اپيل دسترې محکمې اتۀ کسيز بينچ خارج کړى دى.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري مشرۍ کې دسترې محکمې اتۀ کسيز لارجر بينچ داعتزاز احسن دليلونو اوريدو وروستو دجمعې په ورځ خپله فيصله کې انټرا کورټ اپيل مسترد کړو او د اووۀ کسيز بينچ هاغه فيصله يې برقراره وساتله چې پکې دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په ضد دعدالت دسپکاوي مقدمه کې په هغه فردجرم په ١٣ فرورۍ لگول کيدونکى دى.
دوزيراعظم وکيل اعتزاز احسن دمقدمې داورونې څخه وروسوتو دسپريم کورټ احاطه کې ميډيا سره په لنډو کې خبرو کې وويل زمونږ اپيل مسترد شوى چې ددې په نتيجه کې به په 13 مه فرورۍ دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني باندې دعدالت دسپکاوي جرم لگيږي او په دغه نيټه به وزيراعظم عدالت ته وړاندې کيږي.
دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ کې دسپريم کورټ اتۀ کسيز بينچ په دوهمه فرورۍ خپله حکمنامه کې په وزيراعظم گيلاني په ١٣ فرورۍ دفرجرم لگولو فيصله کړې وه او هغه ته دعدالت په وړاندې دپيش کيدو امر کړ ى ؤ.
اعتزاز احسن پخپل موکل دعدالت دسپکاوي تور کې دفردجرم لگولو دعدالتي پريکړې په ضد په ٢٠٠ؤ پاڼو مشتمل انټراکورټ اپيل کې دپينځوؤ څخه زياتې اعتراضي نکتې راوړلاړې کړې وې.
دچيف جسټس په مشرۍ کې اتۀ کسيز بينچ په وړاندې اعتزاز احسن دوزيراعظم گيلاني په ضد دعدالت په سپکاوي دفردجرم لگولو دنوټس واپس اخستو خواست هم کړى ؤ.
چيف جسټس پخپلو څرگندونو کې وئيلي که چې حکومت دصدر زرداري په ضد سوئټرز لينډ کې دقائمو شکمنو بدعنوانۍ دمقدمو بيا پرانستو لپاره خط وليکي نو دعدالت دسپکاوي په معامله به وزيراعظم گيلاني ته جاري شوى داظهار وجوه نوټس واپس واخستى شي.
سپريم کورټ ملي دروغې جوړې صدارتي حکمنامه يا اين ار او غيرقانوني گرځولى او حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې ددغه قانون څخه دگټه اخستونکو زرگونو کسانو په ضد دې مقدمې بيا پرانستل شي، دوزيراعظم گيلاني حکومت دريځ لري چې صدر ته دپاکستان دائين لاندې په ديواني مقدمو کې مکمله استثنا ترلاسه ده، خو سپريم کورټ وائي حکومت بايد لمړى سوئس چارواکو ته خط ليکلى او بيا يې داستثنا معامله راپورته کړى وى، په دې اړه په ١٩مه جنورۍ سترې محکمې وزيراعظم گيلاني عدالت ته غوښتى ؤ او هغه همدغسې کړي وؤ

