د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وئیلې افغانستان کې میشته نیټو ځواکونو د پاره د رسد لار حکومت د مخالف گوندونو په وینا نه ده تړلې بلکه دا گام يي د هیواد په قامي مفاد کې اخستی دی.
افغانستان کې د امن په موضوع خپلو خبرو وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وویل باثباته افغانستان د پاکستان په مفاد کې دی. ښاغلې گیلاني وویل پاکستان افغانستان کې د عمل د پروسې ډله کوي.
د نیټو رسد د پاره د پاکستان سرحدي لارو د تړل کیدو په لړې کې وزیراعظم وویل دا فیصله حکومت د هیواد په مفاد کې کړې ده او د سرحدي لارو د بیا پرانستلو فیصله به پارلیمان کوي.
پارلیمان کې په مجوزه ٢٠م آئیني بدلون باندې د ووټ اچونې په حقله، ښاغلې گیلاني وویل دا به زر پارلیمان ته وړاندې کړی شي.
د ښاغلې گیلاني صحافیانو سره د خبرواترو نور تفصیل تاسو اسلام آباد کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
گیلاني او د نیټو د رسد لار Right click (Control click for Mac) and choose Save Link/Target As
Download: MP3

