دپاکستان دټولټاکنو کميسون دقومي او صوبائي اسمبلۍ په مجموعي توگه په 10ؤ خالي چوکو دضمني انتخاباتو په 25 فرورۍ دکولو اعلان کړى دى.
په دغو خالي چوکو کې زياتره چوکۍ دهاغو سياستدانانو وې چې دعمران خان گوند پاکستان تحريک انصاف کې دشامليدو څخه وروستو دپارليمان دغړيتوب څخه مستعفي شوي وؤ.
دجمعې په ورځ دکميسون له لوري جاري شوي بيان کې وئيلى شوي دي چې په دغو حلقو کې انتخابات په 20 فرورۍ کول وؤ خو دسترې محکمې دامر څخه وروستو دنوي شيډول اعلان شوى دى.
سپريم کورټ اوس اوس دضمني انتخاباتو ځنډولو امر کړى ؤ او دغه انتخابات يې دغلطۍ څخه پاکو نوؤ انتخابي فهرستونو دتيارولو عمل مکمليدو پسې مشروط کړي وؤ.
چيف اليکشن کمشنر حامدعلي مرزا پخپل يو اوسني بيان کې وئيلي وؤ دانتخاباتو کميسون يو بااختياره او خودمختاره اداره ده او ددغه ادارې په چارو کې خنډان اچول به غيرائيني گام وي.

