د پاکستان په خیبر قبائیلي سیمه کې د اتوار په ورځ شوي بم چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوې دي.

چارواکې وائي چاؤدنه کې درې نور کسان زخمیان شوې هم دي او د فرانس خبري ادارې ای ایف پې خپل رپورټ کې وئیلي یو سیمه ایز چارواکې د چاؤدنې الزام په لشکراسلام وسله والې ډلې لگولی دی.

ای ایف پې د چارواکې د قوله وئیلي چاؤدنه کې حکومت پلوه وسله وال په نخښه شوې دي او چاؤدنه هاغه وخت شوې ده کله چې په نخښه کړی شوې کسان یو چیک پوسټ ته ورسیدل.

په سملاسي توگه د چاؤدنې د ذمه وارۍ په حقله څه رپورټونه نه دي راغلې.

لشکر اسلام په خیبر ایجنسۍ کې مرکزونه لرل خو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې چارواکې وائي سیمه د وسله والو نه خالي کړی شوې ده. امنیتي چارواکې وائي لشکر اسلام هم د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیراه او نزدې په اورکزو کې خپل پناه ځایونه جوړ کړې دي.

په نزدې وختونو کې اورکزو کې هم امنیتي ځواکونو د وسله خلاف عملیات ترسره کړې دي او د گڼ شمیر وسله والو د وژنې دعوې کړې دي. خو وسله وال اکثر حکومتي دعوې ردوي او په جواب کې عسکرو ته د زیان رسولو ادعاوې کوي.

د جمعې په ورځ پوځ  د ځائي لښکر سره په شریکه د وسله والو خلاف د خیبر اجنسۍ په سپین ډنډ په سیمه کې عملیات کړې چې پکې د پوځ ترمخه ١٧ وسله وال وژل شوې دي. پوځ وئیلي عملیاتو کې د لشکر اسلام وسله وال په نخښه کړی شوې وو. پوځ وئیلې عملیاتو کې یو پوځي او د حکومت پلوه لښکر درې کسان هم وژل شوې وو.