دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو کې  دتندلارو په  ځالو دجيټ الوتکو څخه ترسره شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٥ جنگيالي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

چارواکو وئیلي جيټ الوتکو دبره اورکزو په خديزۍ، ماموزۍ او  تور سمنت سيمو کې  ترسره کړې ده.

 دسرچينو وينا ده په دغه بمبارۍ کې د١٥ؤ جنگيالو دوژل کيدو او ٨ؤ نورو دژوبل کيدو ترڅنگ  دهغوي څلور ځالې هم تباه شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکې وائي د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د کامیابو اپریشنونو ورستو وسله والو په اورکزو کې خپل مرکزونه جوړ کړې دي.

په دې ورستۍ موده کې امنیتي ځواکونو اورکزو کې کاورائي کړې دي او سیمې نه  د ځواکونو او وسله والو په منځ کې د نښتو رپورټونه هم وخت په وخت رامنځته کیږي.

که یو خوا چارواکو وسله والو ته د سخت زیان رسولو خبرې کوي نو وسله والې ډلې نه دوې ته د نقصان خبرونه اکثر ردوي.