د بلوچستان د بیلتون خوښه بلوچ ریپبلیکن پارټۍ مشر براهمدغ بټگي د امریکې کانگرس کې د بلوچستان د ازادۍ په حق کې د قرارداد د وړاندې کیدو هرکلی کړی دی.
د شورو په ورځ د سویټزرلینډ نه د ټیلې فون د لارې کوټه کې خبریالانو سره د خبرو په مهال، براهمدغ بټگي د حکومت د طرفه بلوچستان کې د پرمختگ د منصوبو پلان یا بلوچستان پیکیج او د بلوچستان په مسله د حکومت د طرفه رابلل شوې د سیاسي گوندونو غونډه ال پاریټز کانفرنس هم مسترد کړو. هغه وویل دا د مسلې حل نه دی.
براهمدغ بټگي وویل هغه د بلوچستان په مسله کې د امریکې د کردار ملاتړ کوي.
خو د امریکې حکومت په واضحه ډول کانگرس ته د بلوچستان په مسله وړاندې کړی شوي قراداد نه خپل ځان لرې ساتلی دی او وئیلي يي دي امریکا د پاکستان د خپلواکۍ احترام کوي.
پاکستان د قرارداد سخته غندنه کړې ده او واشنگټن ته په دې حقله احتجاج کړی دی. د گل په ورځ اسلام آباد کې د امریکې موقتي سفیر د پاکستان خارجه دفتر ته بللی شوی وو او د خارجه دفتر د بیان ترمخه، امریکائي سفیر ته وویل شو چې قرارداد د نړي والو قوانینو او د ملگرتیا د روح خلاف ورزي ده.
بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې یاغیتوب سره مخامخ دی. حکومت په وسله والو بیلتون خوښو ډلو صوبه کې په حکومتي ودانو او امنیتي ځواکونو د بریدونو الزام لگوي.
خو قام پرست بلوچ مشران د صوبې په قدرتي وسائیلو د سیمې زیات اختیار او زیاته صوبائي خپلواکي غواړي. بلوچ مشران په امنیتي ادارو د بلوچ ځوانانو په غیرقانوني توگه د نیولو او وژلو الزام لگوي او وائي په تیرو څو کالونو کې گڼ شمیر بلوچ سیاسي کارکونکې په خفیه توگه نیول شوې او په بې رحمه توگه وژل شوې دي.
د پاکستان مرکزي حکومت وائي د بلوچستان د پرمختگ د پاره يي یو شمیر منصوبې شورو کړې دي، د صوبې ځوانانو د پاره يي د روزگار موقعې برابر کړې دي او سیمه کې د امینت د پاره يي هم گامونه پورته کړې دي چې پکې د حکومت په وینا د مخالفینو سره د مفاهمت او خبرو اترو عمل هم شامل دی.
په کال ٢٠٠٦ م کې د خپل نیکه نواب اکبرخان بټگي په پوځي کاروائي کې د وژل کیدو ورستو، براهمدغ بټگي په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

