د حکومت د طرفه په آئین کې د بدلون نه کولو ورستو، د پاکستان سپریم کورټ یا د هیواد ترټولو ستر عدالت د پارلیمان د ٢٨ ؤ غړو رکنیت ځنډولی دی.

د پاکستان مطبوعاتي رپورټونه وائي د سپریم کورټ د مشر جج یا قاضي افتخار محمد چوهدري په مشرۍ کې څلور کسیزه ډلې د جعلې ووټونو فهرست په حقله د یوې مقدمې اورونې په مهال د پارلیمان د ٢٨ ؤ غړو رکنیت د ځنډولو امر ووکړو.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، د عدالت وینا وه چې حکومت په ټاکلی شوې وخت کې په ائین یا اساسي قانون کې بدلون وونه کړی شو او چې ترڅو ائین کې بدولو وو نه نشې، د پارلیمان د غړو رکنیت به په ووځنډولی شي.

ډان وائي د فیصلې په وجه به قامي اسمبلۍ نهه، او د سنیټ درې چوکۍ خالي شي. هم دغه رنگ د پنجاب اسمبلۍ اته، د خیبرپوښتونخوا څلور او دوه دوه چوکۍ به د سنده او بلوچستان اسمبلو هم خالي شي.

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وئیلې حکومت به زر پارلیمان ته ٢٠ آئیني بدلون د منظورۍ د پاره وړاندې کوي.