په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر دزيارت په ورځ په ډاگه کړې ده چې په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان رسد دپاکستان دفضائي حدودو په ذريعه دوامداره دى.
تير کال دنومبر په 26مه نيټه مومند ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو فضائي بريد کې د24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو پاکستان احتجاجاجاً ديو شمير نورو گامونو ترڅنگ په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره پخپله ځمکنۍ لاره دسامان درسد عمل بند کړى ؤ چې لا تر دې مهاله بند دى.
په يوه دستوره کې دگډون کولو وروستو په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال کيمرون دامريکا او پاکستان ترمينځ ددوامداره خبرو اترو په ضرورت زور راوړو او وې وئيل چې دمعاملو دهواري لپاره مذاکرات ضروري دي.
هغه هيله څرگنده کړه چې ددواړو ائتلافي هيوادونو ترمينځ اړيکې چې دنيټو دبريد څخه وروستو تاؤژنې شوي به ډير زر معمول ته راشي.
منټر وويل امريکا په افغانستان کې دباثباته امن لپاره دخپلو ائتلافيانو مرستې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې به دامريکا او پاکستان په مرستې سره بيرته امن راشي.
امريکائي سفير وويل چې دانرژۍ په بحران قابو موندلو کې امريکا پاکستان سره مرسته کوي.

