دگوانتانامو دجنگي جرمونو دعدالت امريکائي استغاثې په يو پاکستاني وگړي الزام لگولى چې هغه دالقاعده سره په شریکه په امريکائي هدفونو دبريدونو او دپاکستان دپخواني صدر پرويز مشرف دوژنې منصوبه جوړه کړې وه.
په ماجد خان تور دى چې هغه 2002ء کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک واسکټ اغوستى او دکراچۍ په هاغه جومات کې ناست ؤ چې ورته دپرويز مشرف راتگ امکاني ؤ، هغه په ځانمرگي بريد کې دپرويز مشرف دوژلو منصوبه جوړه کړې وه خو دپخواني صدر دغلته دنۀ ورتللو له امله دغه منصوبه ناکامه شوې وه.
استغاثه وائي 31 کلن ماجد خان دالقاعده غړى دى چې نيغ په نيغه ځان ته په 11م ستمبر په امريکا دبريدونو دمنصوبه جوړونکي خالد محمد شيخ ماتحت ؤ.
په خان دا تور هم دى چې هغه دالقاعده سره په گډه انډونيشياء کې په داسې باراز، کيفى او نائټ کلبونو دبمي بريد کولو سازش کړى ؤ ، چرته چې به زياتره غيرملکيان تلل راتلل.
دتورونو په ثابتيدو ماجد خان ته دزيات څخه زيات دعمري بند سزا ورکړل کيدى شي.
ماجدخان 1996ء کې امريکا کې دبالټي مور ښار کې دخپلې کورنۍ سره راغلى ؤ او دغلته يې په يو پيټرول پمپ کې کار کولو،2002ء کې چې کله دى پاکستان ته ورغى نو دغلته يې تعارف دخالد محمد شيخ سره وشو او داستغاثې په وينا هغه دشيخ لپاره کار کول پيل کړل.
مارچ 2003م کې خان دپاکستان څخه ونيول شو او دريوؤ کلونو پورې دامريکائي خفيه ايجنسۍ سي ائي اى په حراست کې وروستو 2006م کې دى کيوبا کې امريکائي بندي خانې گوانتانامو ته منتقل کړى شوى ؤ.
استغاثې دغه تورونه دگوانتانامو دمقدمو څارونکي ريټائرډ ايډمرل په وړاندې پيش کړي چې دهغه دمنظورۍ څخه وروستو په چا مقدمه چليدلى شي.

