د امریکې په کانگرس کې د بلوچستان د ازادۍ په حق کې د قرارداد وړاندې کیدو خلاف پاکستان امریکا ته د گل په ورځ رسمي احتجاج کړی دی او د کانگرس قرارداد د نړي والو قوانینو او سفارتي تعلقاتو خلاف گرځولی شوی دی.
د پاکستان خارجه دفتر یو بیان کې وئیلي اسلام آباد کې د امریکې موقتي سفیر رچرډ هاگلینډ ته وویل شو چې د کانگرس قرارداد د ملگرتیا، د ملگرو ملتونو د اصولو، د نړي والو قوانینو او د ریاستونو په منځ کې د تعلقاتو د روایاتو خلاف ورزي ده.
بیان وائي رچرډ هاگلینډ خارجه دفتر ته رابللی شوی وو او ورته وویل شو چې د پاکستان سخته اندیښمني دې د امریکې حکومت ته وو رسوي.
اسلام آباد کې د امریکې د سفارتخانې ترجمان مارک سټرو وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته تصدیق کړی چې رچرډ هاگلینډ د پاکستان خارجه دفتر ته تللی وو او هلته يي د پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزه تعلقاتو خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د رپورټ شوې احتجاج په حقله چې کله د مارک سټرو نه پوښتنه وشوه چې آیا هغه ددې تصدیق کوي، نو هغه وویل هغه د رچرډ هاگلینډ او د پاکستاني چارواکو په لیده کاته کې د شوو خبرو اترو تفصیلات نشې ورکولی.
د اتوار په ورځ اسلام آباد کې د امریکې سفارتخانې یو بیان کې وئیلي کانگرس کې وړاندی کړی شوې قرارداد سره د امریکې حکومت څه تعلق نه لري او نه ددې ډله کوي. بیان کې وویل شوې امریکا د پاکستان د سلامتیه او د خپلواکۍ احترام کوي او د واشنگټن د حکومت دا تگ لاره نه ده چې د بلوچستان د زادۍ ډله ووکړي.
د جمعې په ورځ د کانگرس غړي ډینا روراباکر داستازو په ايوان کې د قانون یوه مسوده وړاندې کړه چې وائي بلوڅ اولس ته د خوداراديت حق او خپل هيواد جوړولو حق ترلاسه دى.
بل اړخته د پاکستان سرښار اسلام آباد کې د گل په ورځ په زرگونو خلکو چې پکې د سخت دریزه گوندونو پلویان هم شامل وو د امریکې خلاف مظاهره کړې ده. مظاهره چیانو د امریکې خلاف د جهاد او د امریکا مرده باد نعرې پورته کړې.
د امریکې خلاف دا ورستۍ مظاهره د مزهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل د انتظام د لادنې اوشوه او رپورټونه وائي پکې د غیر قانونه گرځولی شوې تنظیمونو پلویانو هم شرکت ووکړو.
د کونسل مشر مولانا سمیع الحق وئیلي مظاهره پاکستان کې د امریکې د لاس وهنې خلاف د اواز پورته کولو د پاره شوې ده.
بل خوا د پاکستان پنجاب اسمبلۍ کې دوه قراردادونه وړاندې کړی شوې دي چې پکې د امریکې په کانگرس کې د بلوچستان د ازادۍ په حق کې د قرارداد د پیش کیدو غندنه شوې ده.

