د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د زیارت په ورځ شوې د بې پائلټه هوائي جهاز په حمله کې د وسله والو یو اهم غړی وژل شوی دی چې د القاعده سره يي هم تعلق لرلو. دا خبره د پاکستان استخباراتي ادارو ځنې چارواکو کړې ده.
بدر منصور د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه کې د زیارت په ورځ سحار وختي په نخښه کړی شوې یو کور کې وژل شوی دی. په حمله کې درې نور وسله وال هم وژل شوې دي.
د چارواکو د وینا ترمخه، بدر منصور د پاکستاني طالبانو د یوې داسې ډلې مشري کوله چې د القاعده سره يي د نزدې تعلق لرلو.
د زیارت په ورځ شوې په شمالي وزیرستان کې دا د ډرون دویمه حمله وه.
تیره میاشت د امریکې صدر باراک اوباما په انټیرنیټ د خبرو اترو یو پروگرام کې ددې خبرې تصدیق کړی دی چې امریکا د تندلارو وسله والو خلاف ډرون جهازونه استعمالوي خو وئیلي په داسې قسمه حملو کې ملکي خلکو ته د زیات زیان رپورټونه صحیح نه دي.
پاکستان په څرگنده د ډرون حملو مخالفت کوي خو ځنې تجزیه کاروائي د پاکستان حکومت په خفیه توگه ددې ډله کوي. د امریکائي چارواکو ترمخه، د ډرون په حملو کې یو د القاعده یو شمیر اهم غړي وژل شوې دي چې وسله والو يي هم په خپلو ویب پاڼو ددې تصدیق کړی دی.

