دپاکستان سترې محکمې دزيارت په ورځ دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني دوکيل اعتزاز احسن لخوا په جمع کړي انټرا کورټ اپيل اورونه تر سبا پورې ځنډولې.
چيف جسټس افتخار محمدچوهدري چې داتۀ کسيز بينچ مشري يې کوله اعتزاز احسن ته يې امر وکړو چې دجمعې تر ورځې پورې دې خپل دلائيل مکمل کړي.
دنن ورځې کارروائي چې کله پيل شوه نو مشر قاضي د٢٠٠ؤ پاڼو په اپيل دناخوښۍ څرگندونه وکړه.
هغه وويل ديو هيواد وزيراعظم ته اعلي اخلاقي معيار لرل پکار دي او د اپيل ژبه داسې تاثر ورکوي لکه چې وزيراعظم غواړي دعدالت پريکړه متاثره کړي.
هغه وويل که چرې وزيراعظم سوئس چارواکو ته دصدر زرداري په ضد دکيسونو بيا بحالو لپاره خط وليکي نو معامله به هواره شي.
هغه په اعتزاز احسن ټينگار وکړو چې خپل مؤکل ته دې مشوره ورکړي چې دعدالت ته دې سپکاوى نۀ ښائي.
احسن دعدالت په وړاندې خپل دلا ئل وړاندې کړل او وې وئيل چې سوئس چارواکو پخپله په کال ٢٠٠٨م کې دصدر زرداري دصدر جوړيدو وروستو داستثنا په بنياد کيسونه بند کړي وؤ او دفنډونو دادعا لپاره کوم دريم فريق نشته.
هغه وويل گيلاني دعدالت په وړاندې په شخصي حيثيت کې حاضريږي او که چرې فردجرم پرې ولگول شي نو جيل ته به ليږلى خو دهيواد دوزيراعظم په حيثيت نۀ بلکې ديو وگړي په حيثيت.
هغه عدالت څخه دکيس دختمولو غوښتنه وکړه.
داورونې په مهال چيف جسټس وويل وزيراعظم ته ددغو کيسونو دبيا پرانستو لپاره گام اخستل پکار ؤ.
عدالت وويل دوه کاله او درې مياشتې يې صبر کړى او بيا يې امر کړى چې دغه معامله دسوئس چارواکو سره راپورته کول پکار دي.
جسټس چوهدري وويل دپاکستان دائين لاندې يې لوړه کړې او هم ددې سره سمې فيصلې کوي.

