د پاکستان د پارلیمان ایوان بالا یا سنیټ آئین کې ٢٠ م بدولو په لوې اکثریت منظور کړو او وزیراعظم یوسف رضا گیلاني د بدولون د منظورۍ ورستو سنیټ ته وویل د آئیني اصلاحاتو د لارې به حکومتي ادارې مظبوطولی شي.

آئین کې د ٢٠ م بدولون منظوریدو ورستو به د پارلیمان هاغه ٢٨ غړي بیا پرځائی چې ددې میاشت په شورو کې يي سپریم کورټ رکنیت ځنډولی وو.

د پارلیمان دا ٢٨ غړې د ١٨ م آئیني بدولون ورستو په ضمني انتخاباتو کې منتخب شوې وو چې الیکشن کمیشن په مکمل توگه نه وو جوړ کړی شوی. او سپریم کورټ هم په دغه وجه د ٢٨ ؤ کسانو د پارلیمان رکنیت ځنډولی وو خو اوس چې ٢٠ م بدولون منظور شو نو دغه ٢٨ ؤ د پارلیمان غړو ته آئیني تحفظ ورکړی شو.

په دې موقع سنیټ کې د وینا په مهال وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وویل پارلیمان گټې ترلاسه کړې دي او حکومت به د آئیني بدولو د لارې حکومتي ادارې مظبوطوي.