د پاکستان خارجه وزیرې حنا رباني کهر وئیلي ٧٣٧٥ پاکستانیان په خارجي هیوادونو کې په غېرقانوني په مختلفو هیوادونو کې په زندان کې بند کړی شوې دي.
په سینیټ کې د یوې پوښتنې په لیکلی شوې جواب کې حنا رباني کهر وویل د کال ٢٠٠٨ نه تر د کال ٢٠١٠ پورې ١٨٠٨١٧ کسان د نورو هیوادونو نه ډیپورټ کړی شوې دي.
حنا رباني کهر وویل د ٧٣٧٥ نیول پاکستانیانو د پاره په خارجه دفتر کې خصوصي څانگه پرانستلی شوې ده چې بندیوان پاکستانیانو سره مرسته اوکړی شي. هغې وویل چې حکومت به هاغه پاکستانیانو ته هیواد ته د راتگ ټیکټ هم ورکوي څوک چې خپله د ټیکټ اخستو وس نه لري.
امرېکائي چارواکو ته د ویزو جاري کولو په حقله میرمن کهر وویل د کال ٢٠٠٨ نه تر د کال ٢٠١١ پورې ٥٢٠٩۴ امریکائي چارواکو ته د پاکستان ویزې ورکړی شوې دي.
دپاکستان دبهرنو چارو دوزيرې ترمخه 2009 ء څخه 2011ء پورې ددفاعي مشير ددفتر څخه دمنظورۍ وروستو 2,202 امريکائي چارواکو او سفارت کارانو ته ويزې جاري کړي.
دحنا رباني کهر په قول پاک امريکا اړيکې دپاکستان دخارجه تگلارې مهمه برخه ده خو تير کال نومبر کې مومند ايجنسۍ کې په پاکستاني چوکو دنيټو دبريد وروستو امريکا سره ددوه اړخيزو اړيکو بيا دسره دجاج اخستو کار روان دى.
ددوه اړخيزو اړيکو دنوعيت، ورته دغوڅ شکل ورکولو او دکار ددائرې تعين به پارليمنټ کوي او حکومت به دلارښوونې داصولو په توگه خپلوي.

