په پاک افغان پوله دتماسونو موثرولو لپاره دپاکستاني پوځ ، افغان ملي اردو او بين المللي  ائتلافي ځواکونو دلوړپوړو چارواکو ليدنه  دشورو په ورځ کيږي.

داطلاعاتو ترمخه  دغه ليدنه به په پاک افغان پوله دتورخم په مقام  دجوړو پوځي تماسونو په يو  گډ مرکز کې  ترسره کيږي، دپاکستان دپوځ لخوا به ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ميجر جنرل اشفاق نديم په دغه غونډه کې دخپل هيواد استازيتوب کوي.

 نومبر 2011ء کې مومند ايجنسۍ کې  په پوځي چوکو  دنيټو بريد کې  د24ؤ پاکستاني عسکرو دوژنې وروستو ددريواړو هيواونو  دپوځي عهديدارانو  ترمينځ دغه  لمړۍ دلوړې کچې  تماس دى.

 دمومند ايجنسۍ  بريد څخه وروستو دپاکستان پوځ په پوله  دجوړو  پوځي تماسونو مرکزونو يا بارډر کوارډي نيشن سينټرز څخه په دوؤ  مرکزونو گمارلي خپل لوړپوړي افسران  دصلاح مشورې لپاره  پوځي هيډکوارټر ته غوښتي وؤ.

 دپولې دواړو لوري ته دتندلارو په ضد  دکارروائيو موثرولو او دغلط فهمۍ په بنياد دکارروايۍ  دامکاناتو کمولو لپاره  چمن، تورخم، باجوړ او دمومند ايجنسو پخپلو کې پيوست کوونکي پولې او شمالي وزيرستان کې  څلور مرکزونه جوړ کړي دي.

ميډيا کې  دخپرو شوؤ خبرونو ترمخه  دامريکا دسنټرل کمان مشر جنرل جيمز ميټس به په راتلونکو څو اوونو کې  دپاکستان دوره کوي، چې دغلته به دى  دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل  اشفاق  پرويز کياني سره ليدنه هم کوي.

 مومند ايجنسۍ کې  په سرحدي  چوکو دنيټو په خونړي بريد پاکستان سخت ردعمل کې  پخپله ځمکنۍ لاره افغانستان کې  دميشتو ائتلافي پوځونو لپاره دسامان په وړلو  پابندي  لگولې او بلوچستان کې  شمسي ائيربيس يې  دامريکا څخه دخالي کولو ترڅنگ  نيټو او امريکا سره  دترهه گرۍ په ضد جگړه کې  په مرستو دشرطونو دنظرثانۍ فيصله کړې وه.