دپاکستان پارليمان دامريکائي کانگريس دخارجه چارو دکميټې په غونډه کې  دبلوچستان په وضعيت بحث  دهيواد په کورنو معاملو کې  پرانستې لاس وهنه  گرځولې او ددې يې سخته غندنه کړې ده.

دگل په شپه دپارليمان ښکتني ايوان يعنې دقومي اسمبلۍ غونډه کې  په متفقه توگه  منظور کړل شوي  دغندنې  قرارداد کې  وئيل شوي دي په اوسني وخت کې پاک امريکا اړيکې دسخت تاؤتريخوالي سره مخ دي او په واشنگټن کې دترسره شوي اولسي  اورونې په وجه  به نۀ يواځې دا چې په دې منفي اغيزې وشي بلکې  پاکستان کې به په امريکا مخالفو جذباتو کې اضافه هم وشي.

قرارداد کې وئيل شوي  دپاکستان په کورنو چارو ددغه شان نوعيت اورونې ناقابل قبول دي.

قرارداد کې په امريکائي انتظاميه زور راوړل شوى چې دپاکستان پشان دخپلواکه هيواد په اړه دې  په حساسو معاملو ددغه رقم بحث په کوټلي انداز کې مخنيوى وکړي.

دغندنې قرارداد کې حکومت څخه غوښتنه شوې چې  امريکائي انتظاميه دې په واضحو ټکو کې خبر کړل شي چې  دخپل مينځي باور جوړونې لپاره دې دپارليمان دهاغو قراردادونو احترام وکړي  چې پکې  دپاکستان دخپلواکۍ باوري  کولو او ډرون بريدونو په فوري توگه دبندولو غوښتنه هم شوې وه.

په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر چوهدري نثارعلي خان  دغندنې دقرارداد وړاندې کولو څخه وړاندې خپله وينا کې وويل  دامريکا کانگريس کې دپاکستان  ديوې صوبې په حواله بحث وي، دپاکستان په کورنو معاملو کې دي لاس وهنه کيږي، هلته دې ليکچر ورکولى شي،زمونږ قام، واکمنانو او پارليمان ته ، زۀ دا گڼم چې که چرې مونږ په دې خاموشه پاتې شو نو دا به دير زياتى او جرم وي.

له دې وړاندې اسلام اباد کې مرستيال امريکائي سفير ريچرډ هوگلنډ خارجه وزارت ته غوښتل شوى او دکانگريس کميټۍ کې  دبلوچستان په اړه په بحث دحکومت دسختې انديښنې څخه خبر کړل شوى.

هغه ته وئيل شوي چې دغه گام ناقابل قبول دى ځکه چې دا دهيواد په کورنو چارو کې دلاسوهنې برابردى.

دخارجه وزارت له لوري جاري شوي لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې  امريکائي سفير پاکستاني چارواکو ته باور ورکړو چې  امريکائي انتظاميې نۀ خو په بلوچستان دترسره شوي بحث ملاتړ کړى او نۀ هم  حکومت په اورونه  کې  دپيش کړل شوؤ خيالاتو سره متفق دى.

 دکانگريس يوې  وړې کميټۍ کې  تيرهفته  ترسره شوې اولسي اورونه کې  بلوچستان کې په ميشتو پوځيانو  دبشري حقونو دخلاف ورزو تور لگول شوى وو.

بلوچستان کې  دفعاله بلوڅ قوم پرست تنظيمونو لخوا  دبشري حقونو دپامالۍ معامله  په بين المللي کچه دپورته کولو هڅو کې اضافه راځي  او امريکائي کانگريس کې شوى بحث هم په ظاهره ددغه فشار نتيجه وه.

قوم پرست بلوڅ تنظيمونه داوږدې مودې څخه په امنيتي ځواکونو صوبه کې  دعدالت څخه دپشي شا  وژنو تورونه لگوي خو دپاکستان حکومت دغه ادعاوې بې اساسه گرځوي او ردوي يې.