دپاکستان او انگلينډترمينځ دوبۍ کې  روان دريم او اخري ټيسټ ميچ کې پاکستاني ټيم پخپل لمړي اننگز کې په 99 رنزاوټ شوى.
ددې په ځواب کې  تر دې مهاله پخپل لمړي اننگز کې  د6ؤ لوبغاړو په تاوان انگلينډ 104 رنز جوړ کړي چې دغه شان ورته په پاکستان دپینځه رنزونو برتري ترلاسه ده. دپاکستان لخوا  عبدالرحمان، درې، عمر گل دوه او سعيد اجمل يو وکټ ترلاسه کړې.
دجمعې په ورځ پاکستان دوبۍ کې  دانگلينډ په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه خو لمړى بيټسمين توفيق عمر پرته له کوم رن څخه دجيمز اينډرسن په بال اوټ شو.
دانگلينډ دباؤلرانو په وړاندې نورو پاکستاني  لوبغاړو هم  دښې لوبې څرگندونه ونۀ کړل شوه، اسد شفيق په ټول ټيم کې يواځينى  لوبغاړى ؤ چې 45 رنز يې  جوړ کړل، دا څلورمه موقع ده چې دپاکستان ټيم په ټيسټ ميچ کې د100ؤ څخه په کم رنز اوټ شوى. دانگلينډ له لوري  براډ څلور، اينډرسن درې، پنيسر دوه او سوان يو لوبغاړى اوټ کړو.
 په متحده عرب اماراتو کې روان دغه سيريز کې  پاکستان ته دوړاندې څخه  ددوؤ، صفر فيصله ييزه برتري ترلاسه ده  او ددريم ميچ گټلو سره کلين سويپ کولى شي  چې تر دې مهاله  ددواړو هيوادونو ترمينځ شوؤ ټيسټ سيريز کې چا نۀ دى کړى.
 دسيريز څخه وړاندې  دکرکټ پوهانو   پيشين گوئي کړې وه چې  دا به داسپنرانو جنگ وي او  پاکستاني اسپنرانو دا ثابته کړې سعيد اجمل د17ؤ وکټو سره تر دې مهاله  کامياب باؤلر دى او په دوهم نمبر د12ؤ وکټو سره عبدالرحمان  ولاړ دى.
 دجمعې په ورځ دغه ميچ کې پاکستاني ټيم کې دپيس باؤلر جنيد خان پځايې اعزاز چيمه شامل کړل شوى.