دپاکستان قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دتندلارو يو بريد کې اووۀ عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دپوځ لخوا جاري شوي بيان ترمخه دغه بريد شهيدوډنډ نومې سيمه کې ترسره شوى او دامنيتي ځواکونو ځوابي کارروايۍ کې هم 18 جنگيالي وژل شوي.دپاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان يو بهرني خبري اژانس سره په ټيلي فوني خبرو کې ددغه بريد په اړه ادعا کړې چې هغوي 12 دفرنټئير کور عسکر وژلي او څلور يې نور ژوندي نيولي. هغه وويل مونږ دغه بريد په خيبرايجنسۍ کې دخپل کمانډر تاج گل دانتقام په توگه ترسره کړى، خو هغه دا ونۀ وئيل چې تاج گل کله وژل شوى ؤ او دهغوي دډلې لپاره دهغه ارزښت څومره ؤ.
په روانه اوونۍ کې کرمه ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو دغه دوهم خونړى بريد دى، له دې وړاندې دنهې په ورځ هم په جوگي نومې سيمه کې په پوځي چوکو بريد کې 8 عسکر وژل شوي او د30ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ. په کرمه ايجنسۍ کې دتيرو پينځوؤ اوونو راهسې دچارواکو ترمخه خواؤشا 150 تندلاري وژل شوي او تر دې مهاله د27ؤ عسکرو دوژل کيدو او په لسگونو دژوبل کيدو پخلى شوى.

