دافغان صدر حامد کرزي وياند ايمل فيضي وئيلي دي افغانستان طالبانو سره دجوړجاړي دخبرو اترو دعمل دمخ په وړاندې بوتللو کې  پاکستان څخه دمرستې هيله لري.

باور کيږي پاکستان په افغانستان کې  دجگړې  په خاتمه کې مرکزي کردار ادا کولى شي او دغه هيواد بيا بيا خپل دريځ څرگند کړى چې پخپل گاونډي هيواد کې  امن ليدل غواړي.دصدر حامد کرزي وياند وائي  په روانه اوونۍ کې اسلام اباد کې دافغاني او پاکستاني مشرانو ترمينځ ترسره شوې خبرې دډاډ وړ وې.

فيضي په اسلام اباد کې نړيوال خبري اژانس روئيټرز ته وويل مونږ په پاکستانيانو کې يو ستر بدلون ليدلى، ماحول  زيات ښۀ دى، مونږ دوړاندې څخه زيات هيله مند يو چې هغوي به زمونږ ملاتړ کوي