دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا په نړيواله ټولنه ټينگار کړى چې دنړيوال اقتصادي فشار باوجود دې ديو مضبوط افغان پوځ لپاره مالي مرسته وکړي.
دافغان پوځ روزنې لپاره امريکا هر کال خواؤشا 12 بلينه ډالر مصرفوي، په کال 2014م کې دبهرنو ځواکونو څخه دامنيتي ذمه وارو اخستو لپاره هيله ده چې دافغان پوځ شميره 352,000 ته ورسيږي. په ميونخ کې دوينا په مهال پنيټا وويل " دکافي پوځ برقراره ساتلو لپاره افغان پوځ کافي مالي ملاتړ ته ضرورت لري " پنيټا په ياده کړه چې ددسمبر په مياشت کې دجرمني په بون ښار کې دافغانستان په مستقبل ترسره شوي کانفرنس کې نړيوالې ورورولۍ دافغانستان دمرستې ژمنه کړې وه.
دامريکا ددفاع يو چارواکى وائي واشنگټن غواړي د2014ء څخه وروستو دامريکا دبرخې ترڅنگ نړيواله ټولنه دکال پسر يو بلين ډالر خرڅ کړي. پنيټا وويل په افغانستان کې په افغان پوځونو دپرمختگ اساس لرلو سره مونږ باور کوؤ هغوي په ټول افغانستان کې جنگي ذمه وارو اخستو ته په 2013ء کې يو وخت تيار شي، کله چې هغوي دغسې وکړي مونږ به دملاتړ کردار ته منتقل شو.

