امریکا کې د گل په ورځ د هیواد د وړمبي صدر جارج واشنگټن د ځگیدنې ورځ نمانځلی کیږي په دې لړ کې حکومتي دفترونه تړلی شوې دي او په میلنونو خلک په رخصتۍ دي.
د سرکاري دفترونو نه علاوه سکولونه، بینکونه، ډاکخانې او سټاک ایکسچینج یا د ونډو باراز هم په دې ورځ بند وي چې د پریزیډنټ ډی یا د صدر د ورځ په نوم یادیږي.
د امریکې صدر جارج واشنگټن د کال ١٧٣٢ د فیبرورۍ د میاشت په ٢٢مه نیټه ځگیدلی وو. په رسمي توگه په وړمبي ځل د جارج واشنگټن د ځگیدنې ورځ په کال ١٨٨٥ کې وونمانځلی شوه. که څه هم جارج واشنگټن د فیبرورۍ په ٢٢ مه نیټه پیدا شوی وو خو په کال ١٩٦٨ کې کانگرس د یو قانون د لاندې د صدر ورځ نمانځلو د پاره د فیبرورۍ د میاشت دریمه د گل ورځ ووټاکله.
د صدر د ورځ نمانځلو د پاره د گل د ورځې د ټاکلیدو یو مقصد دا هم وو چې د حکومت کارونکو ته د هفتې په اخره کې اوږده رخصتي ورکړی شي خو ددې ترمخه به د جارج واشنگټن د ځگیدنې ورځ د فیبرورۍ د ٢٢مې نیټي په ځائې د ددې میاشت په دریم گل نمانځلی کیږي.
جارج واشنگټن د کال ١٧٨٩ د اپریل د میاشت په ٣٠ مه نیټه د امریکا د وړمبي صدر په حیثیت څوگند پورته کړو. د صدر په حیث د جارج واشنگټن په منتخب کیدو کې د هغه هاغه کردار ډیر لاس وو چې د یو پوځي مشر په توگه هغه د برطانوي واک خلاف ادا کړی وو. د صدر په حیثیت کې جارج واشنگټن د امریکې د حکومت بنیادي اصول ایښودي وو چې اوس هم پې عمل کیږي.
د خارجه پالیسۍ په مد کې جارج واشنگټن د بې طرفۍ پلوي وو او په کال ١٧٩٣ کې يي د پراکلیمیشن اف نیوټریلیټي یا د غیر جانبدارۍ د اعلاميي په نوم یو فرمان جاري کړی وو چې امریکا به په جنگ کې ښکیل د نورو هیوادونو په منځ کې بې پرې جنبي پاتې کیږي.
په کال ١٧٩٦ کې په خپل اخري تقریر کې جارج واشنگټن په خارجي کشالو کې د امریکې د ښکیل کیدو خلاف خبرداری کړی وو چې د یو اصول په توگه اوس د هیواد په سیاسي منظر نامه کې شامل کړی شوی دی.

