د انساني خیرښیگړې نړې والې ادارې انټرنیشنل کمیټي اف دې ریډ کراس وئیلي شام کې د انساني خواخوږي په بنیاد د جنگ بندۍ د پاره يي مزاکرات شورو کړې دي.

ریډ کراس یا سره صلیب شام کې ډربندۍ خبره په داسې مهال کړې ده چې د حمص ښار شا او خوا حکومتي ځواکونو ټینکونه او په لویه کچه عسکر پرځائې کړې دي او ویره ده چې په ښار د نوي برید دپاره تیارۍ نیولی شوې دي.

د سره صلیب ترجمانې د گل په ورځ وئیلي ادارې د شام حکومتي چارواکو او د حکومت مخالفو ډلو سره خبرې اترې شورو کړې دي خو د ډزبندۍ د پاره مزاکرات لږ وخت وړاندې پیل شوې دي.

کارله حداد وئیلي سره صلیب جنگ ځپلې سیمو ته د امدادي سامان رسولو پاره په لارو چارو هم خبرې اترې کړې دي چې پکې سختو ځپل شوو سیمو کې د امداد رسولو د پاره د ډزبندۍ خبره هم شامل ده. سره صلیب واحد امدادي اداره ده چې شام کې امدادي کارونکې پرځائې کړې دي او په سیمه کې د عرب سور هلال سره په شریکه کار کوي.