دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط  وئيلي دي  وزيراعظم يوسف رضا گيلاني به راتلونکې دگل په ورځ   قطر ته سفر کوي او دغلته به افغان طالبانو سره  دخبرو اترو په اړه دپاکستان د ددريځ وضاحت کوي.
 تيره مياشت افغاني طالبانو اعلان کړى ؤ چې  په قطر کې به يو سياسي دفتر پرانيزي او څيړونکي دطالبانو لخوا دغه اعلان دامن خبرؤ اترو په اړه يو مهم پرمختگ گڼي.
 دخارجه دفتر وياند عبدالباسط يو مقامي ټيلي ويژن سټيشن سره په خبرو کې وويلی گيلاني به دقطر مشرانو ته په دې اړه هم  خبر ورکوي چې  په موجوده وضعيت کې دپاکستان دريځ څه دى.
 دافغانستان دلس کلنې جگړې ختمولو کې امريکائي او افغاني چارواکي  دپاکستان کردار مهم بلي. په روانه اوونۍ کې دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې  حنا رباني کهر کابل ته سفر وکړو او دغلته يې افغان صدر حامد کرزي  سره ليدنه وکړه.
افغان صدر سره دليدلو وروستو په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال خارجه وزيرې حنا رباني کهر وئيلي وؤ مونږ په افغانستان کې کومه خفيه ايجنډا نۀ لرو او کابل څخه اسلام اباد ته په ستنيدو هغې تيره ورځ  دافغان حکومت په وينا دتندرويه ډلې  حقاني نيټ ورک خبرو اترو ته دکښينولو اشاره هم ورکړې وه  چې امريکا دپاکستان ددغه گام ستائينه کړې وه.
ډيوه ريډيو