د امریکې سرښار کې واشنگټن کې په زرگونو په موټرسائیکلو سواره خلک په میمورئیل ډې د کلیز لاریون د پاره راجمعه شوې دي.
لاریون د میمورئیل ډی یا د یادونې ورځ نمانځلو د پاره هر کال ویستلی کیږي چې د رولنگ تهنډرپه نوم یادیږي. میمورئیل ډی یا د یادونې ورځ د قامي قهرمانانو د یادولو ورځ ده.
په لاریون کې برخه اخستونکې په موټرسائیکلونو سواره خلک به واشنگټن کې په نیشنل مال کې گرځې چې د هیواد په جنگونو کې مړه یا د بې درکه شوو عسکرو قرضیو ته پام ووگرځولی شي.
د میمورئیل ډی د پاره خپل پیغام کې صدر باراک اوبامه غوښتنه ووکړې چې امریکایان د قام د پاره وژل شوې عسکر باید په عملي توگه هم خپلو یادونو کې ووساتي.
باراک اوبامه به د گل په ورځ د میمورئیل ډی په یوه دستوره کې برخه اخلي چې د امریکې پخواني صدر ابراهم لنکن په مقبره شیکاگوکې به کیږي.
میمورئیل ډی د مۍ د میاشتې داخري گل په ورځ نمانځلی کيږي. دا ورځ د هاغه خلکو په یاد کې وې چې د قام په خدمت کې يي خپل ژوندونه د لاسه ورکړې دي.
دا ورځ په امریکا کې د گرمۍ  دموسم شوروهم گنړلی کيږي. په دې ورځ امریکایان اکثره په سیخونو کې تکې کوي او داسې د کور نه بهرپه  نورو سرگرمو کې ځانونه مشخوله وي.