امريکا دپاکستان له لوري افغانستان سره دهرممکن مرستې او دحقاني نيټ ورک خبرو ته دچمتو کولو اشاره ستائيلې ده.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ ترمخه امريکا دوړاندې څخه هڅه کوي چې پاکستان افغانستان سره مرستو او دحقاني نيټ ورک خبرو ته په راضي کولو تيار کړي ۔ هغې وويل دخارجه وزيرې هيلري کلنټن دپاکستان ددورې په مهال هم حقاني نيټ ورک يوه مهمه موضوع پاتې شوې وه.
دافغانستان ددورۍ څخه په واپسۍ چې کله دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر څخه وپوښتل شول چې ايا پاکستان به په حقاني نيټ ورک مذاکراتو لپاره ټينگار کوي نو هغې دکومې ډلې دنوم اخستو پرته وويل مونږ دهاغه هر څه کولو لپاره تيار يو چې افغانستان يې مونږ څخه غواړي او دڅه چې هيله کوي.هغې وئيلي وؤ که هر څو اوس په افغانستان کې امن ډير لرې دى خو بايد دغه ټول عمل دافغانانو په مشرۍ ترسره شي.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې دپاکستان دخارجه وزيرې افغانستان ته سفر په وخت وگرځولو او وې وئيل چې امريکا دافغانستان او پاکستان ترمينځ دښو اړيکو پلوي ده او غواړي چې دسياسي معاملو ترڅنگ په معاشي معاملو هم دواړه هيوادونه خپلو کې مرسته وکړي.

