دامريکا صدر براک اوباما دافغانستان صدر حامد کرزي سره  ټيليفوني تماس نيولى او هغه سره يي طالبانو سره دجوړجاړي په هڅو او تيره اوونۍ پاکستان کې  دايراني او پاکستاني مشرانو سره په ترسره شوؤ خبرو بحث کړى.

سپينه ماڼۍ وائي  صدر اوباما او حامد کرزي  دگل په ورځ  په افغانستان کې  دجوړجاړي دعمل لپاره  په سيمه ملاتړ خبرې کړي.

 صدر اوباما حامد کرزي سره دغه  خبرې اترې په داسې حال کې کړي چې  تيره هفته په اسلام اباد کې دپاکستاني صدر اصف علي زرداري، ايراني صدر محموداحمدي نژاد او افغان صدر حامد کرزي ترمينځ تفصيلي بحث شوى ؤ.

    صدر اوباما حامد کرزي سره دغه خبرې   په داسې حال کې کړي چې تيره اوونۍ افغان صدرپخپل يو بيان کې وئيلي وؤ امريکا، افغان حکومت او طالبانو دافغان جگړې ديو سياسي هواري راويستو په غرض  درې اړخيزه خبرې کړي.

صدر کرزي دنهې په ورځ دطالبانو سره تماس لرونکي يو پاکستاني مشر مولانا سميع الحق سره ليدنه کړې وه ، ددغه ليدنې مقصدهغه ته دا وينا کول وؤ چې بايد دطالبانو قيادت دامن مذاکراتو لپاره راغب کړي.

بل اړخته افغان صدر حامد کرزي د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني سره هم په ټیلې فون خبرې کړې دي او هغه يي د صدر باراک اوباما سره د خپلو خبرو اترو نه خبر کړې دي.

د ښاغلې گیلاني د دفتر نه جارې کړی شوی یو بیان وائي ښاغلي کرزي وزیراعظم ته په پاکستان کې د هغه د میلمستیا کولو او د ایران په شمول د درې اړخیزه سر مشریزه غونډه کولو باندې شکریه ادا کړه.

د وزیراعظم د دفتر بیان وائي حامد کرزي افغانستان کې د مفاهمت په عمل کې د پاکستان نه د مرستې غوښتنه بیا تکرار کړه او په دې عمل کې يي د پاکستان اهمیت په گوته کړو.

د ښاغلې کرزي د غوښتنې په جواب کې، د بیان د ترمخه، وزیراعظم گیلاني وویل پاکستان د زړه نه افغانستان کې د امن د داسې عمل ډله کوي چې مشرۍ او ملکیت يي د افغانانو په لاسو کې وي.