پاکستان کې د امریکې سفارتخانې د اتوار په ورځ شائع شوې یو بیان کې وئیلي امریکا د پاکستان د سلامتیه او د خپلواکۍ احترام کوي او د حکومت دا تگ لاره نه ده چې د بلوچستان د زادۍ ډله ووکړي.

بیان کې وویل شوې د کانگرس غړي د خارجه چارو سره تړلې په یو شمیر موضوعاتو قانون سازي کوي او کانگرس ته د قانون سازۍ مسودې وړاندې کوي خو ددې دا مطلب نه وي چې د امریکې حکومت په څه شکل کې ددې مسودو ملاتړ کوي.

بیان وائي د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ په کانگرس کې په مجوزه قانون سازۍ تبصره نه کوي خو د امریکې د حکومت دا تگ لاره نه ده چې  د بلوچستان د خپلواکۍ ډله دې ووکړي.

د جمعې په ورځ د کانگرس غړي ډینا روراباکر داستازو په ايوان کې د قانون یوه مسوده وړاندې کړه چې وائي بلوڅ اولس ته د خوداراديت حق  او خپل هيواد جوړولو حق ترلاسه دى. تیره هفته روراباکر داستازو دايوان دخارجه چارو کميټۍ کې  په بلوچستان ديوې اورونې انتظام هم کړى وو چې د پاکستان حکومت د طرفه پې سخت ردعمل ښودلی شوی دی.

کانگرس ته د دوړاندې کړل شوي قرارداد ترمخه پاکستان 1948ء کې د پوځي طاقت د لارې په بلوچستان قبضه کړې وه او1958,1973 او 2005ء کې  دشوؤ بغاوتونو څخه معلوميږي چې  اولس د اسلام اباد حکومت پر ضد دى.
 داستازو په ايوان کې جمع کړل شوي قرارداد کې  وئيل شوي دي پاکستان د بلوچستان وسيلې لوټ کوي، حالانکې پخپله بلوچستان يوه غريبه صوبه ده.

پاکستان کانگرس کې د بل غندنه کړې ده. د جمعې په شپه د پاکستان خارجه دفتر سخت ردعمل څرگند کړى او دا يې  دبين المللي  قوانينو خلاف ورزي گرځولې  او د دې هيلې څرگندونه يې کړې ده چې دامريکا ايوان به دغه قرارداد مسترد کړي.