په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن نن دگل په ورځ دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي اؤ ورسره يې دامريکا اؤ پاکستان داړيکو، سيمه کې دامنيت دوضعې ، دترهگرۍ په ضد دروانې جگړې اؤ په پاکستان کې په دې وروستيو کې درامينځته شوي سياسي وضعيت په هکله خبرې اترې کړي دي.
سرچينې وايي امريکا په ١٢م مارچ پاکستان کې دوکيلانو، سياسي فعالينو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا داوږد لاريون اؤ پرلت ماتونې داعلان څخه وروسته دپاکستان په سياسي وضعيت اؤ دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه انديښنې لري.
په پاکستان کې دامريکا سفيرې په دغه لړ کې دجمعې په ورځ دپخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر ميانواز شريف سره هم ليدنه کړې اؤ نن يې دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره وليدل.
دسرچينو وينا ده په نننۍ ليدنه کې امريکايي سفيرې صدراعظم ته وويل امريکا په پاکستان کې سياسي ثبات اؤ قلارى غواړي.
امريکايي سفيرې دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني نن په سناء کې دوينا په مهال په ډاگه کړه هغه په پنجاب کې دگورنر راج نافذولو په پريکړه خوښ نۀ دى او وکيلان که اوږد لاريون کوي دا دهغوي جمهوري حق دى.
څيړونکي وايي امريکا هڅې کوي چې دمسلم ليگ(ن) دمشرانو نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو له امله درامينځته شوي سياسي اړي گړي دله مينځه وړلو دپاره دروغې جوړې په فضاء رامينځته کولو کې مرسته وکړي ترڅودترهه گرۍ په ضد روانه جگړه دپاکستان دننه دکورنيو سياسي اختلافونو له امله اغيزمنه نۀ شي.
سرچينې وايي امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپنجاب دگوښه کړل شوي وزيراعلي شهباز شريف سره هم ليدل کتل کړي دي اؤ هغه سره يې دپاکستان دسياسي وضعيت په هکله خيالات تبادله کړي دي

