په پاکستان کې دوکيلانو، سياسي فعالينو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا دعدليې دپځايې کولو په پلوۍ دپيل  شوي اوږد لاريون    په ٤مه ورځ نن دپنجاب په لاهور ښار کې دپوليسو اؤ مظاهره چيانو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې گڼ شمير کسان ژوبل شوي  دي.
ټاکل شوې ده دهيواد دبيلا بيلو برخو څخه به وکيلان  اؤ سياسي فعالين سبا پلازمينې اسلام اباد ته ځانونه رسوي اؤ دپارلمان مخې ته به پرلتونه ماتوي.
حکومت اسلام اباد ته دمظاهره چيانو دورټوليدو دمخنيوي په غرض دهيواد ټولې مهمې لارې دکنټينرونو په اودرولو اؤ پاټکونو اچولو سره تړلي اؤ دزرگونو په شمير پوليس يې ځايې پځايې کړي دي.
نن په لاهور کې پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغه ورور شهباز شريف ته پخپل کور کې  تر دريوؤ ورځو دنظربندۍ امر وکړل شو خو نواز شريف ددغه امر دمنلو څخه انکار وکړو.
په ماډل ټاؤن کې دنواز شريف دکور مخې ته راټولو شوؤ په زرگونو سياسي فعالينو ته ښاغلي شريف وويل هغه دهيواد دژغورنې هوډ کړى دى اؤ اولس ورسره  اوږه په اوږه  ولاړ دى ، ځکه نو په هر حال به اوږد لاريون کې برخه اخلي.
نواز شريف وويل هغه دجعلي عدالتونو اؤ دپنجاب دجعلي حکومت پريکړې نۀ مني.
وروستو نواز شريف په داسې حال کې دزرگونو پلويانو ديو کاروان په مشرۍ دخپل کور څخه دجي پي او څلور لاري په لوري روان شو چې  پوليسو دهغه دکور څخه څلورو واړو اړخو ته لارې  تړلې وې خو دنواز شريف قهريدلو پلويانو دپوليسو دخنډانو هيڅ پرواه ونۀ کړه اؤ پرمخ يې تگ ته دوام ورکړو.
په دغه مهال چې کله پوليسو دمظاهره چيانو دمخې نيولو دپاره په هغوي اوښلن گازاؤ کوتکونه وورول نو مظاهره چيانو هم پوليس په کاڼو وويشتل اؤ دهغوي لخوا اچول شوي پاټکونه يې مات کړل.
همدغه رازپه جي پي او  څلور لاري کې دمسلم ليگ(ن) ، جماعت اسلامي ، تحريک انصاف اؤ دوکيلانو په زرگونو غړي راټول شوي وؤ اؤ ټوله ورځ يې دپوليسو سره نښتې وکړې.
پوليسو دجي پي او په څلور لاري کې په مظاهره چيانو اوښلن گازونه خلاص کړل خو هغوي ددغه گاز په بدل کې په پوليسو ټوله ورځ کاڼي وورول اؤ هغوي يې په شاتگ مجبوره کړل.
دپوليسو اؤ مظاهره چيانو ترمينځ په دغه اخ وډب کې گڼ کسان ژوبل وي هم دي چې دقيقه شميره يې نۀ ده معلومه شوې .
دوروستيو اطلاعاتو پورې  دنواز شريف په مشرۍ احتجاجي  لاريون مخ په وړاندې روان دى اؤ پوليسو دهغوي په مخنيوي کې دبشپړ ماتې سره مخ دي.
دپوليسو اؤ قهريدلو مظاهره چيانو ترمينځ دنښتو له امله په اسلام اباد کې دجمهوررئيس اؤ صدراعظم دماڼۍ ، دپارلمان اؤ سترې محکمې دودانيو په گډون دټولو مهمو دولتي ودانيو څخه چاپيره پوځيان اچول وي اؤ پوځ اؤ رينجرز ته دچمتو اوسيدو غږ شوى دى.
داوږد لاريون دمخنيوي دپاره انتظاميې دنواز شريف اؤ شهباز شريف ترڅنگ دقاضي حسين احمد، عمران خان، اعتزاز احسن، حمزه شهباز، لياقت بلوچ،ذوالفقار کهوسه، احسن اقبال، خواجه سعد رفيق اؤ گڼو نورو مشرانو دنظارت لاندې دنيولو امر هم کړى دى.
بل لوري ته دنظربندۍ باوجود دميا نواز شريف ورور شهباز شريف ، دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد، دوکيلانو دغورځنگ مهم مشران اؤ سياسي غړي دسوونو په شمير پلازمينې اسلام اباد ته په رسيدلو کې بريالي شوي دي اؤ هوډ يې څرگند کړى دى چې سبا به ارو مرو دپارلمان مخې ته پرلتونه ماتوي.
 دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دوکيلانو دغوځنگ مشراعتزاز احسن په ډاگه کړې ده چې که حکومت دهغوي مخه نن يا سبا ونيوله نو هغوي به خپل احتجاج ته  دوام ورکړي اؤ تر هغې به اوږد لاريون کوي ترڅو چې يې غوښتنې نۀ وي منل شوي