د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه به د زیارت په ورځ د
مصر سر ښار قاهره کې د اسلامې نړۍ سره تعلقاتو په اړه مهمه وینا کوي او هیله
څرگندیږي چې د تیرو څو لسیزو راهسې دامریکې او اسلامې هیوادونو تر منځ د کړکیچنو
اړیکو سمولو لپاره به نوي تگ لاره یا پالیسې اعلان کړي.
د واک تر لاسه کولو سملاسي ورسته جمهوررئیس باراک اوبامه
د اسلامې نړۍ سره د ښه تعلقاتو لرلو ژمنه ووکړه.
په شلمه جنورۍ د خپلې څوکۍ څوگند پورته کولو ورسته د
جمهوررئیس په حیث لومړې رسمې تقریر کې باراک
اوبامه اسلامې نړۍ نیغ په نیغه مخاطب کړه
او وې ویل چې غواړي د شریکو مفاداتو او د یوبل لپاره د احترام
په اساس اسلامې نړۍ سره د مخکې تگ لپاره لار وو لټوي.
ددې ورسته په اپریل کې، د ترکې پارلیمان ته وینا کې
باراک اوبامه وویل چې امریکا اسلام سره نه په جنگ ده او نه به داسې کوم کار ووکړې.
اوس چې کله باراک اوبامه مصر ته د سفر تیاری کوي، داسې
ښکاریږي چې هغه خپله تگ لاره پراخوول
غواړي. د سپینې مانړۍ ویاند رابرټ گیبز وايي قاهره کې به باراک اوبامه کومو مشرانو
ته نه بلکه عام وولس ته وینا کوي.
جنمز زاگبي په واشنگټن کې د څیړنې ادارې عرب امریکن انسټیټیوټ
سره کار کوي وايي په عرب هیوادونو کې هم امریکې سره د تعلقاتو په اړه مثبت بدلون
راغلی دی خو باید باراک اوبامه دې خپلې ژمنې عملي هم کړي.
کویت او اردن کې د امریکې پخوانی سفیر ایډورډ نیهم وايي
په دې ورستۍ ورځو کې يي عرب هیوادونو ته سفر کړی دی او هلته د باراک اوبامه وینا
ته په ښه نظر کتنه کیږي خو په سیمه کې خلک غواړي چې عملي گامونه هم واخیستلی شي.
دا محال چې باراک اوبامه د مصر د سفر تیاری کوي او د
امریکې او اسلامې نړۍ تر منځ د ښو تعلقاتو نوي دوره پیل کول غواړي، قاهره کې د هغه
وینا ډیر اهمیت لري.

