دامريکا جمهوررئيس براک اوباما باراک اوباما وايي امريکا دنړۍ داسلامي هيوادونو سره غوره اړيکو ته ليواله ده اؤ دټولو اسلامي هيوادونو خپلواکۍ ته درناوى لري.
دقاهرې په پوهنتون کې ښاغلي باراک اوباما دنړۍ مسلمانانو ته دامريکا او اسلامي هيوادونو د اړيکو په اړه يوه مهمه وينا هم وکړه.
امريکايي جمهوررئيس ددغه وينا په مهال وويل هغه په قران پاک او الله تعالى باور لري او ماشوم توب يې په انډونيزيا کې دازان په ازانگو کې تير شوى دى.
براک اوباما وويل اسلام دامريکا برخه ده اؤ امريکا کله هم دمسلمانانو په ضد نۀ ده اودريدلې.
دهغه وينا وه په امريکا کې تراوسه يو جومات هم له مينځه نۀ دى وړل شوى.
امريکايي جمهوررئيس وويل مذهب په اساسي حقونو اؤ اړونده درناوي ولاړ وي.
دنوموړي وينا وه هغه اسلامي نړۍ سره په خبرو اترو باور لري.
باراک اوباما وويل ډير مسلمانان داسې فکر کوي چې غرب داسلام په ضد دى خو دغسې نۀ ده.
نوموړي زياته کړه په امريکا کې دامنيت دټينگښت اؤ پرمختيا په لړ کې اسلامي ټولنه خپل يو ځانگړى کردار لري.
هغه وويل مسلمانانو دغربي تهذيب درناوى کړى دى ، خو دا جنگيالي او ورانکاري دي چې دتهذيب ديرغمل کولو هڅې کوي.
هغه وويل ديوولسم ستمبر څخه وروسته په اسلامي هيوادونو کې دبشري حقونو موضوع رامينځته کړل شوه او دهمدغه پيښې څخه وروستو وضعيت خراب شو.
باراک اوباما وويل ديوولسم ستمبر څخه وروستو دغرب اؤ اسلام ترمينځه واټن سيوا شو ، خو هغه غواړي دغه فاصلې له مينځه يوسي.
امريکايي جمهوررئيس دا هم وويل اسلامي نړۍ سره دنوي سره داړيکو بنياد ايښودلو ته ليواله دى.
دايران داټومي پروگرام په هکله باراک اوباما وويل سوله ييز اټومي پروگرام دټولې نړۍ يو شان حق دى او ايران ته هم دسوله ييز اټومي پروگرام ددوام اجازه ورکول پکار ده.
دهغه وينا وه داړي گړي په له مينځه وړلو کې اسلام کوم خنډ نۀ راولاړوي.
نوموړي وويل نړۍ په کشالو نۀ بلکې په خبرو اترو دښۀ والي مخ ليدلى شي.
باراک اوباما وويل منځني ختيځ کې دوسلو دزغل پر ضد دى.
دهغه وينا وه امريکا نړۍ دا ټومي وسلو څخه پاکه ليدل غواړي او داټومي وسلو دزغل اجازه نۀ شي ورکړل کيدلى.
نوموړي زياته کړه ورانکارو دغرب او مسلمانانو ترمينځ تاؤتريخوالى پيدا کړى دى.
دامريکايي جمهوررئيس وينا وه غواړي دامريکا په ضد منفي تاثر له مينځه يوړل شي.
هغه وويل دترهگرۍ په ضد جگړه کې بايد ټولې خواوې يو شان مرسته وکړي.
دنوموړي وينا وه دامن اؤ سلامتۍ لپاره زمونږ دټولو نظريات يو رقم دي.
باراک اوباما وويل دايټمي وسلو زغل يواځې دامريکا نۀ بلکې دټولې نړۍ ستونزه ده.
هغه وويل امن په زوره نۀ شي راوستل کيدلى بلکې امن ته داړتيا احساس بايد هر څوک وکړي.
نوموړي په دغه وينا کې دفلسطين دننه په حماس غږ وکړو چې اسرائيل يو حقيقت دى اؤ حماس بايد دغه حقيقت ته غاړه کيږدي.
باراک اوباما وويل داسرائيل اؤ امريکا اړيکې نۀ شليدونکې دي.
ښاغلي اوباما پخپله وينا کې وويل امريکا په افغانستان قبضه کول نۀ غواړي بلکې دغلته داړي گړي ، تندلاريتوب اؤ بنسټ پالنې په ضد جنگ کوي.
دباراک اوباما وينا وه امريکا په دې پوهيږي چې د افغانستان او پاکستان دشخړو هوارى په طاقت سره نۀ شي راوتلى.
هغه وويل امريکا پاکستان ته دکال يو نيم ارب ډالر ورکوي او ددغه هيواد دستونزو څخه په ښۀ ډول خبره ده.
باراک اوباما وويل امريکا په پاکستان کې دبې کوره شوؤ خلکو د پاره هم پلان جوړوي.
دهغه وينا وه اسلام دصبر او زغم درس ورکوي اؤ په قران کې ويل شوي ديو بې گناه انسان وژنه دټول انسانيت وژنه اؤ ژغورنه يې دټول انسانيت ژغورنه ده.
نوموړي زياته کړه په راتلونکي کال کې به دگوانټانامو بندي خانه وتړل شي او د٢٠١٢ء پورې به له عراق څخه ټول بهرني پوځيان اوځي.
دفلسطين دستونزې په هکله دهغه وينا وه اوس دفلسطين وضعيت دزغم څخه بهر شوى دى او فلسطين بايد داړي گړي لاره پريږدي.
نوموړي وويل دفلسطين او اسرائيل دشخړې حل ددوؤ رياستونو جوړښت دى.

