امریکا جمهوررئیس اوباما د مصر په قاهره ښار کې خپله وینا کې ویلي امریکا او اسلامی نړۍ ته په گډه د تندلاری پرضد مقابله پکار ده.
ښاغلي اوباما پخپله وینا کې د قران شریف د هغه ایت حواله ورکړه چې وایي چا چې یو تن ووژلو گویا هغه د ټول انسانیت قتل وکړو.
او که چا د یو انسان ژوند بچ کړو نو گویا هغه ټول انسانیت بچ کړو.
نوموړي وویل چې اسلام د امن او سولی دین دی. د ښاغلي اوباما د وینا پحقله نور معلومات تاسو د ډیوه ریډیو همکار نفیس ټکر په دی رپوټ کې اوریدی شۍ.