د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه په ایټمې وسلو د کمې
راوستلو او نورو نړې والو مسلو
باندې د رسې مشرانو سره د خبرو اترو ماسکو ته رسیدلی دی.
هغه به د روس صدر دمترې مدوی دیواو د روس وزیراعظم لیډمیر پوټن سره وینې.
روس ته سفر وړاندې، دایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې سره
مرکه کې جمهوررئیس باراک اوبامه وویل هغه به د روس جمهوررئیس سره په گنړشمیر
موضوعاتو باندې خبرې کوې چې پکې په واړو هیوادونو کې د ایټمې وسلو کولو لپاره د
دوې تر منځ د سټارټ یا سټراټیجیک ارمز ریډکشن ټریټی نومې معاهده هم شامله ده. دغه
معاهده څخ کال د دسمبر په میاشت کې ختمیږي.
باراک اوبامه وویل چې د هغه په سفر کې به دواړه
هیوادونهووکړی شې چې ډیر مهم کارونه
ترسره کړي او د سټارټ معاهدې ورسته بل کوم تړون لپاره به هم زمینه هواره کړې چې په
دواړه هیوادونو کې ایټمې وسلې کمې کړې شې.
هغه د روس صدر اعظم ولادی میر پوټن سره د خبرو مهم والی
هم واضح کړو او وي ویل چې دامحال چې امریکا د روس صدر دمتر مدوی دیو سره خبر کوی د
پوټن سره صلاح هم ضرورې ده ځکه چې هغه په دې خبر دې چې د روس او امریکا ترمنځ
تعلقاتو کې د سوړ جنگ دریز لمنځه تلی دی.
د سپینی مانړۍ چارواکې وایي چې امریکا او روس باید د
وسلو نه پورته په نورو موضوعاتو هم خبرې ووکړې چې دا رنگ د دواړو ملکونو تعلقات د
یوویشتمې صدۍ لپاره برابر کړی شې. هغوي وايي روسې مشرانو سره د خبرو ورسته باراک
اوبامه به د روس د مدنې ټولنې غړو او سیاسې مخالفینو ته وینا کوي.
سیره میډیلسن، د امریکې سرښار واشنگټن کې د څیړنې ادارې
سینټر فار سټریټیجک اینډ انټرنیشنل سډیز یا د نړې والې او سټریجیکې مطالعې مرکز کې
د روس په چارو پوهه ده وايي چې د باراک ابامه د سفر نه به روسې چارواکې د هغه پالیسو
په اړه ډیر څه ذده کړې.
هغه وايي د هغې په خیال روسې چارواکې د باراک اوبامه په
هکله ډیرمعلومات نه لرې اوروس ته د هغه د
سفر د لارې به روسې چارواکې د امریکې تاریخ په هکله معلموما ت ترلاسه کړې او په
روس کې د امریکې په هکله روایاتې تصورات به هم کم کړی شې.
په روس کې د باراک ابامه لپاره د مشکلاتو په هکله د میرې
لینډ یونیورسټۍ یوه نظر پوښتنه یا سروی ښاې یواځې ٢٣ فیصده روسیان باور لرې چې جمهوررئیس
باراک اوبامه به نړې والو چارو کې درست کاورنه ووکړی شې.

