جمهوررئیس باراک اوبامه وايي د صحت د خیر ښیگړې لپاره کار کول په دې مد کې بدلون راوستل د هغه لپاره په قامې کچه تر ټولو لویه ترجیح ده.
د شورو په شپه د صحت د خیر ښیگړې په موضوع باندې په یو نشریاتې خبرې کانفرنس کې باراک اوبامه وویل د مد په مد کې موجوده وضعه د زغملو وړ نه ده.
هغه وویل د حکومت هدف يي دې چې داسې پالیسې جوړه کړې چې زیات نه زیات امریکایان د صحت بیمې د لرلو استطاعت وولرې او د حکومت او د شخصې غړو لپاره د بېمې بیعه ارزانه کړي. هغه وویل حکومت اوس هم د بې وسو او د زیات عمر خلکو د صحت د بېمې پیسې ورکوي.
باراک اوبامه وویل که چرې د بېمو او د صحت په خیر ښیگړه باندې خرڅ کم نه کړی شو نود حکومت  لپاره به د بجټ خساره کمول گران ‍شې او دا راز به  څلوارلسزره خلک هره ورځ د صحت بیمې د لاسه ورکړې.
هغه وویل چې غواړې کانگرس د صحت په مد کې د بدلون لپاره قانون د اگست تر میاشتې پورې منظور کړې.
خو د اختلاف ریپلیکن گوند وايي جمهوررئیس باراک اوبامه ډیر په بیړه گامونه پورته کوي. په سینیټ کې د ریپبلیکن پارټۍ مشر میچ میک کونیل وايي چې دوي وولیدل حکومت د اقتصاد محرکولو لپاره په بیړه پیسې خرڅ کړې او د خلکو پوهیدو بغیر به د صحت لپاره قانون جوړول  به څه گټه ترلاسه نه کړې.
 کانگرس کې د استازو ایوان یا هاوس اف ریپریزنټیټیوز کې د کانگرس گوند مشر جان بوهنر وايي امریکایان دا وخت گورې چې حکومت د صحت مد خپله ولکه کې اخستل غواړي او د صحت د خیر ښیگړې لپاره یو داسې قانون جوړول غواړي چې د امریکې خلک يي ملاتړ نه کوي.
جمهوررئیس باراک اوبامه وویل کانگرس گودن یواځې سیاست کول غواړې. هغه زیاته کړه چې ځنو د کانگرس غړو ویلې دي دوي غواړې د باراک اوبامه حکومت د صحت په مسله د زوال سره مخ شې.  
خو هغه وویل د صحت په مسله مباحڅه د هغه د حکومت نه بلکه د هغه خلکو سره تړون لرې څوک چې د صحت په مد کې ستونزو سره مخ دي. هغه وویل داد هرې کورنۍ، هر کاروبار او هر ټیکس ورکونکې سره تړون لرې چې د یوې داسې مسلې پیټی يي په اوږو پروت دی چې واشنگټن د څو تیرو لسیزو راهسې نه ده حل کړی.
د شورو په ورځ وینا د جمهوررئیس باراک اوبامه وړمبی خبرې کانفرنس وو چې هغه پکښې د جارجه پالسۍ په یو ټکې هم خبرې وونکړې چې څرگندوي د صحت موضوع  نه یواځې په واشنگټن کې بلکه په ټول هیواد کې تر ټولو زیات د دلچسپۍ خبره ده.