د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما ویلي دي چې اسلام د امریکا برخه ده او په امریکا کې موجود مسلمانانو د هېواد لپاره د خدمتونو یو غټ فهرست دی چې شمېر یې کیدی نه شي.
ښاغلي اوباما دغه خبرې د نهې په ورځ د امریکا سپنې ماڼۍ کې د روژه ماتې لپاره جوړ شوي د شپې ډووډې ته د وینا په وخت کړي.
نوموړي وویل امریکایي مسلمانان د تجارت ، سانئس، طب ، د لوبو په میدان او هنر کې خدمتونو کې غټ نوم لري.
دوي کامیاب مور پلار، ښه گاونډیان او د جوش ډک د امریکې ټولنې غړي دي.
په دغه ډووډئ کې د امریکا کانگرس ټاکل شوي لومړي دوه مسلمان غړو کیت ایلي سن او انډې کرسن هم موجود وو.
په خپله وینا کې باراک اوباما د یو امریکایي عسکر د خدمتو ستاینې په وخت وویل چې د علشباه خان زوې کریم خان د هېواد لپاره د ټولو غټه قرباني ورکړه او خپل ځان یې عراق باندې قربان کړو.
یو خاص مېلمه چې دغه غونډه کې گډون و نه کړی شو پخواني باکسر محمدعلي پحقله نوموړي وویل هغه د یو داسې جنگیدونکي په هېڅ چې د باکسنگ مېدان کې یې بل کوم مثال نشته او یو دروند انسان دی.
ښاغلي اوباما وویل چې هغه نن ډیر خوشحاله دی چې دغلته نامتو امریکایي مسلمانان او سفارت کاران موجود دي او دوي سره د نورو عقیدو خلک عیسویان، ېهودان او هندوان ناست دي. د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما وویل چې د ټولو گډه ذمه واري ده چې یوبل ته احترام ولرو.
نوموړي زیاته کړه چې دا د هغه جمهوررئیس په هېڅ په امریکا او د امریکا بهر یوه مهمه ژمنه ده چې د امریکې او د نړۍ مسلمانانو تر منځ د نوي اغاز مرکزي برخه ده چې هغه یې پېل کول غواړي او په دی مبارکه میاشت کې هغه یو ځل بیا د دی ژمنې تکرار کوي.
بارک اوباما وویل چې د روژې په میاشت کې د ټولو عقیدو خلکو لپاره پکار ده چې د ښو اړیکو او د یوې ښې نړۍ جوړولو لپاره هڅې وکړي.
د جمهور رئیس جوړیود وروسته باراک اوباما اسلامي نړۍ سره د امریکا اړیکې ښه کولو لپاره هڅې کوي.

