د امریکې جمهوررئیس براک اوباما د کال٢٠٠١ د یولسم سېپټمبر د ترهگرۍ د شوي بریدونو کلیزې په موقعه ویلي چې امریکا به د القاعدې پرضد عملیاتو نه لاس په سر کېږي نه.
جمهورئیس اوباما د جمعې په ورځ د امریکا د دفاعي چارو مرکز پېنټگان کې په یوه دستوره کې د یولسم سېپټمبر د ترهگرۍ د پېښې د لاسه ډز خوړولو کسانو او د هغوي کورنیو او پوځیانو ته د عقیدت پېرزونو وړاندې کولو په یادگار څېره وغوړوله.
ښاغلي اوباما په دغه محال وویل چې د دغې پېښې د موده وشوه خو بیا هم زمونږ خوږ دړد کې څه کې کې نه دې راغلې.
دی نه وړاندې نوموړي د سپېنې ماڼې سویلي چمن کې یوې دسترې کې برخه واخسته.
د امرکیا مرستیال جمهوررئیس جوزف بائیډن په نیویارک کې یوې دستورې کې گډون وکړو.
اته کاله وړاندې القاعدې شبکې نولس ترهگرو څلور هوایی جهازونه وتختول او په دغه یې ترهگرۍ بریودنو وکړل چې پکې نزدې درې زره کسان وژل شوي وؤ.
په دغه ورځ دوه هوایی جهازونه د امرکیا نیویارک ښار کې نړیوال تجارت مرکز سره وجنگول شول او یو په پنټگان راغورځول شو.
څلورم هوایي جهاز د ترهگرو سره د نښتې له اعمله د امریکا پنسلونیا ایالت شینکسولې سیمې کې پریوتو.
د هوایي جهازونو د غورځیدو په ځایونو کې به هم دستورې کولی شي.
نړیوال مشران هم امریکا کې شوي د یولسم سېپټمبر د ترهگرۍ بریدنو کلیزه لمانځي.
په روسیه کې صدراعظم ولادي مېر پوټن ویلي روسیه د اسلامي جنگیالولخوا اته کاله وړاندې د ترهگرۍ بریدونو ښکار شوو خلکو باندې ویر کوي.
د روسیه اټارټاس خبري اژنس د ولادي میر پوټن د خولې ویلي چې د ٩/١١ د ترهگرۍ بریدونو کلیزه ټولو هېوادونو ته یادگېرنه ورکوي چې د خپل منځ کې اختلافونه ختم کړي او د ترهگرۍ پرضد په گډه جگړه وکړي.
د کرغزستان جمهورئیس کورمن بېکوف ویلي چې هېواد به یي د ترهگرۍ پرضد روانو هڅو ته دوام ورکوي.

