د امریکی جمهوررئیس براک اوباما د افغانستان پحقله د څه قسمه تگلاره اختیارولو لپاره د شورو په ورځ خپلو لوی پوځي چارواکو او سیاسي صلاح کارانو سره یوه بله غونډه کړی.
  د شورو په ورځ د ا مریکی  مشری کې د افغانستان کې روان جگړه اته کاله پوره شوي.
ښاغلي اوباما د افغانستان په شخړه د غور کولو لپاره کانگرس دننه د دواړو گوندونو مشرانو سره د نهی په ورځ په سپینه ماڼی کې غونډه کړی ده.
یو ستر حکومتی چارواکي ویلی دی چې براک اوباما د کانگس غړو ته تسله ورکړیده چې د تگلاری جاج کتنه به سخته وی او ډیر په فکر او سوچ به دا کارولی شي خو د بیړنی حالاتو د غوښتنی ترمخه به د وړاندې قدم پورته کول وي. افغانستان کې د امریکایي پوځ کمانډار جنرال سټېنلی میک کرسټل خبراری ورکړی دی که که افغانستان ته نور پوځ ونه لېږل شو نو امریکا دغه جگړه بایلی شي. خیال کېږی چې جنرال سټېنلی میک کرسټل د طالبانو د مقابلی لپاره  دیرشو زرو نه تر څلوېښت زرو پوری ځواکونه  غواړي.
د ریپلېکن گوند سېنټر جان مېکین ویلي هغه سره فکر دی چې جمهوررئیس به د جگړه په تابیا کولو کې نیمگړي اقدامات وکړي.
نوموړي وویل چې د القاعده ترهگرۍ شبکی د جال ختمولو لپاره طالبانو ته ماتی ورکول ضروری دی.
د ریپبلکن گوند د کانگرس غړي په جمهوررئیس اوباما زور ورکوي چې د خپلو پوځي کانډارنو وړاندیزنو ته غور وکړي.
خو د ډیموکرټیک گوند د کانگرس غړي د نور امریکایي پوځ لېږلو په حق کې نه دي.