په اسلام اباد کې دمرکزي کابينې غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني يو ځل بيا په ايران کې دترسره شوي هاغه ځانمرگي بريد غندنه کړې ده چې پکې دپاسداران انقلاب دگڼو کمانډرانو په گډون ٤٢ کسان وژل شوي وؤ.
د شورو په ورځ ترسره شوې دکابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل ايران دپاکستان گاونډي او ملگرى هيواد دى ځکه هغه ايراني مشرانو ته باور ورکوي چې په دغه بريد کې دککړو کسانو بې نقابه کولو په هڅو کې به پاکستان ايران سره هر رقم ممکنه مرسته او مدد کوي.
بايد وويل شي په پاسداران انقلاب دترسره شوي ځانمرگي بريد مسؤليت تندروه تنظيم جندوالله قبول کړى ؤ.
ددغه ډلې جنگيالي دايران په جنوب ختيز ولايت سيستان بلوچستان ولايت کې دشيعه واکمنانو په ضد هلې ځلې کوي.
ايران دغه تنظيم ترهه گر گرځوي او تور لگوي چې جندو الله دپاکستان بلوچستان ولايت دايران په ضد کارروائيو لپاره کاروي.
دتير اتوار په ورځ ځانمرگى بريد دايران په پشين ښار کې شوى ؤ چې پولې يې دپاکستان سره پيوست دي او دايران سياسي او پوځي مشرانو تور لگولى دى چې ددغه بريد لپاره جنگيالي دپاکستان څخه راغلي وؤ او دبريد ترسره کولو څخه وروستو بيرته په پاکستان کې جوړو خپلو ځالو ته تللي دي.
يوه ورځ وړاندې دپاسداران انقلاب دځمکنيو پوځونو کمانډر بريگيډئير جنرال محمد پاکپور په ايراني مشرتابۀ ټينگار کړى ؤ چې ورته په پاکستان کې دموجودو جندوالله دجنگيالو دلټونې او دهغوي دختمولو لپاره پورې غاړې(پاکستان ته ) دوراوړيدو اجازه ورکړل شي.
دپاکستاني چارواکو دريځ دى چې کوم ترهه گر تنظيم ته په پاکستان کې دگاونډي هيوادونو په ضد دبريدونو اجازه نۀ ورکوي او حکومت يې پخپله هم ددغه رقم عناصرو دله مينځه وړلو لپاره جگړه کوي.

