د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې دپوځ په گاډي په گاډي ترسره شوي ترهگريزبريدکې  ديوپوځي بريگيډئيرپه گډون دوه پوځيان وژل شوي اؤ يوعسکرژوبل شوى دى.
پوليسو دپيښې څخه وروستو ٥ شکمن کسان نيولي دي.
 دسرچينو له مخې دزيارت په ورځ   په موټر سائيکل سپرو دوؤ کسانو په G-11 سيکټر کې په پوځي گاډي دغه بريد هاغه مهال وکړو کله چې دغه پوځيان خپل دفتر ته روان وؤ.
په دغه بريد کې   بريگيډئير معين حيدر او حوالدار اصغر ووژل شول او يو بل عسکر صابر ژوبل شو.
دبريد څخه وروستو جنگيالي په تيښته کې بريالي شوي دي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک داسلام اباد دپوليسو مشر يا ايي جي ته په پيښه کې  دککړو کسانو دنيولو امر کړى دى.
داسلام اباد دپوليسو مشر کليم  امام خبريالانو ته ويلي دي دزيارت په ورځ رامينځته شوې دغه پيښه دهدف وژنې کارروايي ښکاري.
هغه وويل بريگيډئير معين په سوډان کې پوځي دنده ترسره کوله او دڅو ورځو لپاره دخپل خسر دمړينې څخه وروسته پاکستان ته راغلى ؤ.
کليم امام وويل داسلام اباد په شکمنو جوماتونو کې دپټو شکمنو کسانو دنيونې لپاره هپې کيږي.
هغه وويل اسلام اباد سره دپيوست وړو او لويو لارو شمير شاوخوا ١٦٥ دى او ددغو ټولو لارو څارنه سخت کار دى.
تيره ورځ هم په اسلام اباد کې په بين المللي اسلامي پوهنتون کې پرله پسې دوه ځانمرگي بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې ٦ کسان وژل شوي او ١٧ نور ژوبل شوي وؤ چې پکې زياتره طالب علمانې وې.
دپاکستاني طالبانو غورځنگ ددغو ځانمرگي بريدونو مسؤليت اخستى  ؤ اوددغه ډلې دجنگيالو په ضد دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې په سترو عملياتو بوخت دى.
دپاکستان حکومت ددغه پوځي عملياتو دممکنه غبرگون په نظر کې نيولو سره په گردهيوادکې تعليمي ادارې تړلي  او په بيلابيلوسيموکې امنيتي تدابيرسخت کړل شوي دي