د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ویلی چې کولې شي افغانستان کې د امریکې بیا کتل شوي تگلارې پحقله څه فېصله ددغه هېواد د ٧م نومبرد جمهوررئیسۍ ټاکنو وړاندې وکړي.
خو ښاغلي اوباما زیاته کړې چې ددغه فېصلې اعلان به د ټاکنو وروسته کولې ښاغلي اوباما د امرکیا این بي سي ټیلي ویژن سره په معرکه کې وویل چې په افغانستان کې حالات اوس هم غېر یقیني دي.
د افغانستان تگلارې پحقله نوموړي د یو شمېر پوهانو او د افغانستان او پاکستان لپاره خپل قامي سلامتیا غړو سره د تړلو دروازو شه غونډې کړي دي.
انتقاد کونکي وایي ښاغلې اوباما په غېر ضروی توگه فېصله کولو ته طول ورکوي چې له امله یي افغانستان کې موجود  امریکایي ځواکونه خطر سره مخ شي.
د شورو په ورځ ښاغلي اوباما د افغانستان پحقله د امریکا د سینټ د بهرنیو چارو کمیټۍ مشر سنتور جان کېري سره لیدلي دي.
ښاغلې جان کېري په ورستیو کې د افغانستان او پاکستان سفر کړی دی او افغانستان کې لانجمن ټاکنو پر سر د افغانستان جمهوررئیس کرزي سره لیدلي وو.