د ايران دکورنيو چارو وزير محمد مصطفی نجار د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې د خپل پاکستاني سيال رحمان ملک سره ليدلي دي.
په دغه لیدنه کې ایراني وزیر رحمان ملک ته ایران کې د تیر اتوار په ورځ شوي  ځانمرگي برید کې ککړ کسانو د نیولو په  گډو هڅو خبرې کړي.
اسلام اباد ته د رسیدو وروسته ایران د کورنیو چارو وزیر مطبوعاتو سره په خبرو کې په پاکستان حکومت زور واچوو چې تړل شوې سني تنظیم جندالله مشران دی ایران ته وسپاري چې ایران کې روان په ترهگرۍ پېښو کې ککړ دي.
نوموړي وویل چې ایران سره داسې دقیق معلومات شته چې ښایي د جندالله مفرور لیډر عبدالمالک ریگی پاکستان ته ځي او راځي ښاغلي نجار وویل چې دغه ترهگر مشر ته پاکستان کې پناه ورکول د دواړو هېوادونو ښو اړیکو لپاره یو خطر دی.   

 سرچينې وايي دليدنې په مهال دواړو مشرانو دايران او پاکستان په گډه پوله دغيرقانوني تگ راتگ دمخنيوي لپاره دزياتو کوټلو گامونو اخستو پريکړه وکړه.
او ددې ترڅنگ وويل شول چې دواړه خواوې به گډې کاري ډلې نورې هم پياوړې کوي.
سرچينې وايي دليدنې په مهال دايران دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ته دمطلوبو کسانو يو فهرست هم سپارلى دى.
په دغه ليدنه کې رحمان ملک خپل ايراني سيال ته باور ورکړو چې دجندالله مشر عبدالمالک ريگي په پاکستان کې نشته. بلخوا ایران نن پاکستان ته دهغه پنځو کسانو مړي سپارلي دي چې ایران وایي د اتوار په ورځ شوي ځانمرگي برید کې وژل شوي وو.
خو پاکستاني چارواکي وایي د وژل شوو کسانو مړو نه داسې معلومېږي چې دوي د تشدد وروسته وژل شوي نه چې دا بمي برید ښکار شوي.