په تیروڅومیاشتو کې ترټولوخونړۍ حملو کې پولیس وايي د عراق سرښار بغداد کې دوه موټري بمي چاودنو لږ تر لږه  ١٣٠ وژلي او یوسل او پنځوس نورخلک ټپیان شوي دي.
د عراق د سرکاري ټیلې وژن تر مخه، د اتوار په ورځ حملو کې د عراق د صوباي حکومت یوه ودانۍ او د انصاف وزارت په نخښه کړی شوې وو.
نور مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په حملو کې ٩١ تنان وژل شوې او ٢٥٠ نور خلک ټپیان شوې دي.
 په چاودنو کې دوه غیرسرکاري امریکاي کارکونکي هم زخمیان شوې دې چې په دغه سیمه کې موجود وو. د بغداد گرین زون چرته چې د امریکې سفارت د سخت امنیتي گامونو تر لاندې موجودی، د چاودنو د ساهي نه لرې نه دی پروت.
موټري بمي چاودنو په بغداد کې تر لرې لرې پورې ودانۍ ولړځولې او د پیښې د ځایونونه لوگي اسمان ته پورته کیدل.
د حملو مسولیت په سملاسي توگه چا په غاړه نه دې اخستی.
د تیر کال راهسې په عراق کې په تشدد کې کموالی راغلی دی خو یاغیان بیا هم ځاې په ځاې د عراقې امنیتي ځواکونو او عاموخلکو خلاف حملې ترسره کوي.