د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانوپوځي  عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په دوؤ نورو سيمو شين غر او سپين کمر واک ترلاسه کړى دى او١٥ تندلاري يې وژلي دي.
داتوارپه ورځ دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي دي  جنوبي وزيرستان کې يې  دتيريو شواروز په عملياتو کې ١٥ تندلاري وژلي دي.
پوځ خبر ورکړى دى چې په دغه عملياتو کې  يو عسکر خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٣ نور ژوبل شوي دي.
پوځ پخپل بيان کې ويلي دي  دتندلارو سره دسختې جگړې وروستو امنيتي ځواکونو  دتارکونه نيرايي  کنټرول ترلاسه کړى دى.
پوځ وايي   دغلته دعملياتو په مهال ٤ تندلاري وژل شوي  دي.
دپوځ وينا ده  په يو گاډي کې ناست اووۀ تندلاري چې غوښتل يې دسيمې څخه وتښتي دپوځ سره دنښتې په مهال ووژل شول،
دپوځ وينا ده په دغه مهال عملياتو کې يو پوځي مشر خپل ژوند دلاسه ورکړو او درې نور ژوبل شول.
دپوځ وينا ده په شيروانگي سيمه کې دعملياتو په مهال ٣ تندلاري وژل شوي او په لويې مقدار يې وسلې لاس ته راوړي دي.
 بل لوري ته  سرچينې وايي   امنيتي ځواکونو دسپين کمر او شين غر دکنټرول ترلاسه کولو  ترلاسه کولو په ترڅ کې ٤ تندلاري هم وژلي دي.
همدغه راز په مومي کړم سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو عملياتو کې ٥ تندلاري وژل شوي او ٨ ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې په بدر، سام لدها او سره روغا سيمو بمباري کړې ده چې پکې دتندلارو دوه ځالې تباه شوي دي.
امنيتي ځواکونو دنوازکوټ سيمې هم دتندلارو څخه پاکې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ پوځ دپاکستاني طالبانو دپلرني کلي حکيم الله محسود کوټکۍ دواک ترلاسه کولو ادعا هم کړې وه.