دشورو ورځ, 28 اکتوبر 2009
پيښور: دبم خونړۍ چاؤدنه کې تر 91و زيات کسان وژل شوي دي
د صوبه سرحد سرښار پيښور يو ځل بيا يوې خونړۍ بمي چاؤدنې لړزولى او په دغه چاؤدنه کې د91ؤ څخه زيات کسان وژل شوي ،٢٠٠ ژوبل شوي او په شلگونو نور دملبې لاندې گير دي.
دغه بمي چاؤدنه نن دپيښور دگڼې گوڼې تر ټولو ستر بازار پيپل منډۍ سره نزدې دکوچي بازار او مينابازارپه خلۀ کې شوې ده.
دچاؤدنې له امله نزدې لس ودانۍ په بشپړ ډول ړنگې شوي او تر ٦٠ؤ زيات دوکانونه هم تباه شوي دي.
دپيښې په وخت خلک په بازار کې په سودسودا کولو بوخت وؤ چې يو ناڅاپه يوه درنه بمي چاؤدنه وشوه.
دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې دپيښور په لرې لرې سيمو کې هم اوريدل شوى دى.
دچاؤدنې څخه وروستو دپيښې ځايې کې په يو شمير ودانيو اور ولگيدو چې له امله يې زيات زيان رامينځته شو.
په کوم ځايې کې چې دغه چاؤدنه شوې ده هلته زياتره وخت دښځو او ماشومانو زيات رش وي.
مينابازار او کوچي بازار دجاموکپړو، پيزار، منيارۍ او داخلي پخلي دلوخو دخرڅون دپاره زيات مشهور دي.
دپيښې څخه وروستو مرستندويه کارمندان او په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل او امدادي فعاليتونه يې پيل کړل.
ددغه چاؤدنې له امله يو شمير ودانۍ په ځمکه راغورځيدلي او عيني شاهدانو ډيوه راډيو ته وويل اوس هم په شلگونو کسان ددغو ودانيو دملبې لاندې گير دي.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو مشر شفقت ملک ډيوه راډيو ته وويل داسې بريښي دغه بم په يو گاډي کې ايښودل شوى ؤ.
هغه وويل په پيښه کې درې منه يا 150 کلو گرام بارود کارول شوي دي.
دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته چې څومره مړي او ژوبل کسان وړل شوي په هغې کې زيات شمير دزنانه ؤ او ماشومانو دى.
دروغتون سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په روغتون کې ديو شمير ژوبل کسانو حالت مرگونى دى له دې امله دمړو په شمير کې داضافې انديښنه ده.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په خبرو کې په دغه پيښه کې د٨٠ؤ کسانو دوژل کيدو او د٢٠٠ؤ دژوبل کيدو تصديق کړى دى.
ښاغلي افتخار حسين وويل دغه چاؤدنه په وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو غبرگون دى خو حکومت به کله هم ترهه گرو ته مخه خالي پرې نۀ ږدي.

ډیوه ریډیو په ټیلي ویژن
To view this site, you need to have Flash Player 9.0.115 or later installed. Click here to get the latest Flash player.
VOA 60 - Your World in 60 Seconds