د پاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دچارشنبې په ورځ ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده.
په وژل شوؤ کې ١٥ ماشومان او ٢٧ ښځې شاملې دي.
په دغه خونړۍ چاؤدنه کې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم وؤ چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى دى.
دچاؤديدونکو موادو څخه په ډک گاډي کې ترسره شوې دغه چاؤدنه دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پاکستان ته درسيدو څخه څو ساعته وروستو ترسره شوې وه او په پيښور کې  شوؤ چاؤدنو څخه دغه تر ټولو لويه چاؤدنه وه.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو وينا ده چې په دغه چاؤدنه کې ١٥٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
دپيښې په ځايې کې تر ٤٠ؤ زياتو دوکانونو او کورونو ته زيان رسيدلى او دملبې لرې کولو کار نن په دوهمه ورځ هم روان دى.
دپوليس سرچينې وايي اوس هم دملبې لاندې يو شمير کسان ګير دي  چې پکې د٢٤ؤ ساعتو تيريدو وروستو نن دزيارت په ورځ هم دځينو کسانو غږونه اوريدل شوي دي.
دسرچينو له مخې  دشاوخوا دوکانونو او کورونو دړنگې شوې ملبې څخه نور ٨ مړي راويستل شوي چې ددې سره په چاؤدنه کې دوژل شوؤ مړو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده.
 دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددغه پيښې غندنه کړې  او دا يې يو بزدلانه  عمل بللے ؤ.
 که هر څو تر دې مهاله ددغه چاؤدنې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خو تيره ورځ دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين  ډيوه راډيو سره په خبرو کې ويلي وؤ ددغه چاؤدنې ځيلې وزيرستان ته رسيږي او دغه چاؤدنه په وزيرستان کې دروانو عملياتو غبرگون کيدلى شي.
 دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دالقاعده او په القاعده پسې مربوط دځايې جنگيالو په ضد عمليات ترسره کوي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي وؤ تر اوسه دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې ٢٦٤ تندلاري او ٣١ پوځيان وژل شوي دي.



Pakistan, Peshawar, dead, blast, suicide,Keywords