د پاکستان پوځ  د جنوبي وزيرستان په لدها او شکۍ سيمو کې دبهرنيو او ځايې ترهگرو پرضد روانو عملياتو کې مهمه سيمه شيرونگۍ د طالبانو  څخه پاکه کړې ده او پوځ ادعا  کوي چې په دغه عملياتو کې نور ٨٢ ترهه گر وژلي دي.
دپاکستاني پوځ يو مشر ميجر جنرال خالد رباني  ميډيا سره په خبرو کې ويلي دي په شکۍ  او لدها سيمو کې اوس مهال  په گڼ شمير کې چيچن، ازبک او دترکمانستان جنگيالي موجود دي او په شيرونگۍ سيمه کې دعملياتو په مهال ٨٢ تندلاري  وژل شوي دي.
دهغه وينا وه په عملياتو کې ٦ؤ عسکرو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٤٣ نور ژوبل شوي دي.
ميجر جنرال خالد رباني وويل ډير زر به دترهگرو مرکز کاني گرم دتندلارو څخه پاک کړى شي او احتمال دى ترهگر به پخپله ځانونه پوځ ته  وسپاري.
ښاغلي رباني وويل دشکۍ او لدها په سيمو کې دپوځ لخوا عمليات ددوؤ څخه تر دريوؤ مياشتو دوام موندلى شي او له دې وروسته به سيمه مليشه ځواکونو ته وسپارل شي.
هغه دا هم وويل چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې کوم اولسي وگړى نۀ دى وژل شوې بلکې دپوځ هدف يواځې تندلاري دي.
هغه وويل په عملياتو کې داولسي وگړو دوژل کيدو احتمال ځکه نشته چې دجنوبي وزيرستان څخه اولسي خلکو خوندي سيمو ته کډې کړي دي خو بيا هم ترهه گر ځينې کسان دخپل ډال په توگه کاروي.
بايد وويل شي دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس  په جنوبي وزيرستان کې دروانې مياشتې د١٧مې نيټې څخه تراوسه دپوځي عملياتو په مهال د٢٦٤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دوژل شوؤ جنگيالو دشميرې پخلى نۀ شي کيدلى ځکه په کومو سيمو کې چې دغه جگړه روانه ده هغه پوځ پخپله ولکه کې اخستي او دخبريالانو ورتگ ناممکن دى.

Keywords: Pakistan, Waziristan, army, military, Taliban, south, militants