د پاکستان په درې ورځني سفر بوختې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دخپل سفر په وروستي پړاؤ کې دقبائيلي سيمې سره دتعلق لرونکو پارلماني غړو او دسرحد اسمبلۍ غړو سره ليدلي دي.
په دغه ليدنه کې دقبائيلي سيمو دسر سر مشران هم موجود وؤ.
سرچينې وايي دليدنې په مهال ميرمن کلنټن وويل هغې چې په پاکستان کې دڅومره مشرانو سره ليدنې کړي ، دغه ليدنې زياتې گټورې وې.
نوموړې دسرحد اسمبلۍ او قبائيلي غړو ته وويل چې ترهگروډلو پاکستان او په ځانگړي ډول قبائيلي سيمې او سرحد کې دظلم بازار تود ساتلى دى.
دهغې وينا وه دترهگرو په لاس دبې گناه انسانانو  وژنه نۀ شوليدلى.
هغې يو ځل بيا په ډاگه کړه چې دترهگرۍ پر ضد جگړه کې پاکستان يواځې نۀ دى بلکې امريکا يې هم تر شا ولاړه ده.
دبهرنيو چارو وزيرې وويل لکه څنگه چې امريکا دسوات دبې کوره شوؤ خلکو سره زړۀ پورې مرستې کړې وې داسې به دترهه گرۍ  په ضد جگړه کې داغيزمنو شوؤ قبائيلي عوامو سره هم مرسته کوي.
هغې وويل امريکا دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستاني پوځ او اولس کردار ته درناوى لري او ددغه جگړې دبرياليتوب دپاره کوټلې مرستې کوي.
هغې وويل داولسي ستونزو دهواري دپاره هم امريکا پاکستان سره داوږدې مودې دهمکارۍ ولوله لري.
په دغه ليدنه کې قبائيلي مشرانو دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې ته په ډاگه کړه چې يواځې طاقت کارول دستونزو دهواري لار نۀ ده او دډرون بريدونو له امله په قبائيلي سيمو کې دامريکا په ضد دخلکو نفرت وده مومي.
دغه ډلې دبهرنيو چارو وزيرې ته باور ورکړو چې قبائيلي اولس ترهه گر نۀ دي او دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.
له دې وړاندې ميرمن کلنټن دپاکستاني پوهانو او دمدني ټولنې داستازو سره هم ليدنه ترسره کړه چې پکې په امنيتي چارو، دکيري لوگر بل په شرطونو او نورو مهمو چارو خبرې اترې وکړل شوې.