د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به نن د جمعې په ورځ افغانستان ته نور ځواکونه لیږلو یا نه لیږلو په اړه جگپوړي پوځي مشرانو سره صلاح مشوره کوي.
دغه غونډه چې سپېنی ماڼی کې به کېږي د امریکا گډو ځواکونو مشر ، د ځمکیني، هوایي ، سمندري او مېرینز پوځ مشران به گډون کوي.
د امریکا دفاعي چارو مرکز پینټگان ویاند جیف مورل ویلي چې دغه غونډه په داسې وخت کېږي چې د امریکا جمهوررئیس د خپلې فېصلی وروستې پړاو کې دی.
ښاغلې اوباما د افغانستان جگړې پحقله امریکایي تگلارې نه کتنه کوي چې ورکې د جنرال سټینلي مک کرسټل لخوا افغانستان ته ۴٠ زرو نورو ځواکونو لېږلو خواست هم شامل دی.
سپېنی ماڼی لخوا ویل شوي چې جمهوررئیس دغه فیصله اعلانولو لپاره به افغانستان کې د ٧م نومبر جمهوررئیسۍ ټاکنو پورې انتظار کوي.

