دپاکستان دپنجاب ايالت په پينډۍ ښار کې دگل په ورځ شوي يو ځانمرگي بريد کې  ٣٤  کسان وژل شوي او ٣٢ نور ژوبل شوي دي.
دعيني شاهدانو له مخې دغه ځانمرگى بريد په پينډۍ کې دمال روډ سره نزدې دشاليمار هوټل ترڅنگ ديو بانک څخه بهر شوى دى.
 ددغه بانک څخه بهر دمعاش  ترلاسه  کولو لپاره گڼ شمير خلک ولاړ وؤ چې په دغه مهال  په  موټر سائيکل سپور يو ځانمرگى دخلکو مينځ ته ورغلو او په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
دپوليسو له مخې دبريد له امله خواؤشا ولاړو گاډو ته سخت زيان رسيدلى اود ودانيو شيشې ماتې شوي دي.
  دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونه او امدادي ډلې  دبريدځايې  ته  ورغلل او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته  رسول شوي دي.
 دمرستندويه ډلې  يوې وياندې ديبا شهناز خبريالانو ته سره دخبرو په مهال وويل دپينډۍ په بريد کې ٣٤ کسان وژل شوي او ٣٢ نور ژوبل شوي دي.
هغې وويل تر دې مهاله ددغه چاؤدنې دنوعيت په هکله څه نۀ شي ويلى.
بايد وويل شي په پاکستان کې داکتوبر مياشت تر ټولو خونړۍ ثابته شوې ده چې پکې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې  شوؤ بمي چاؤدنو او ترهه گريزو کارروائيو کې د٢٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي.
په دغو وژل شوؤ کې يوه لويه شميره دپوځ او پوليسو هم ده.
له دې وړاندې  داکتوبر په مياشت کې هم دپينډۍ دننه دپاکستان پوځ په مرکز يا جي ايچ کيو يو ترهه گريز بريد کې تر ١٥ؤ زيات پوځيان او ٩ ترهه گر وژل شوي وؤ.
داړي گړي په پيښو کې دغه زياتوالى په داسې حال کې رامينځته شوى چې دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى.